ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد ښار کې چاودنې پنځه کسان ټپيان کړي

جلال اباد ښار کې چاودنې پنځه کسان ټپيان کړي

author avatar
4 Apr 2019 - 16:03
جلال اباد ښار کې چاودنې پنځه کسان ټپيان کړي
author avatar
4 Apr 2019 - 16:03

جلال اباد (پژواک، ۱۵ وری ۹۸): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې پر يوه ملي بس چاودنه شوې چې له امله يې د دوو ماشومانو په ګډون پنځه کسان ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن ماسپښين يوه بجه او پنځوس دقيقې د جلال اباد ښار  لومړۍ ناحيې اړوند ملنګ جان څلورلارې کې پر يو ټاټا ملي بس موټر چاودنه شوې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د پېښې له ځای څخه پنځه ټپیان سيمه ييز روغتون ته وړل شوي او زياتوي چې د ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی.

خوږياڼی وايي، د چاودنې نوعيت تر اوسه معلوم نه دی خو پوليس سيمې ته رسېدلي او پلټنې يې پيل کړې دي.

عابدالله چې سيمه کې دوکاندار دی وايي، د چاودنې غږ ډېر قوي و او په سيمه کې يې دوه کسان ليدلي چې په ټپي حالت کې خلکو موټرو ته پورته کړل.

د چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.