ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان ډنډغوري کې سلګونه کورنۍ د جګړې له امله بېځایه شوې دي

د بغلان ډنډغوري کې سلګونه کورنۍ د جګړې له امله بېځایه شوې دي

author avatar
4 Apr 2019 - 11:49
د بغلان ډنډغوري کې سلګونه کورنۍ د جګړې له امله بېځایه شوې دي
author avatar
4 Apr 2019 - 11:49

پلخمري (پژواک، ۱٥ وری ۹۸): د بغلان ولایت د مرکز پلخمري اړوند په ډنډغوري سیمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې له امله سلګونه کورنۍ بېځایه شوې چې دا مهال له ستونزو سره مخ دي.

ځايي اوسېدونکي وايي چې په سیمه کې یې د افغان ځواکونو له خوا د عملیاتو د دوام او له طالبانو سره د مخامخ سختې جګړې له وېرې له کلي وتلو ته اړ شوي دي.

په دې اړه د ډنډغوري د ابراهیم خېلو کلي اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې خپور شي، پژواک ته وویل: ((لس ورځې کېږي چې په کلي کې وسله وال طالبان دي او سړک خوا ته افغان ځواکونه مېشت دي او يو پر بل دوامداره ډزې کوي چې خلک يې له مشکل سره مخ کړي.))

دی وايي چې د همدې جګړې له امله یې له کوره یواځې د کورنۍ غړي را ایستلي خو څاروي او د کور نور توکي پاتې دي.

ده زياته کړه: ((هېڅ نه پوهېږم چې څاروي به مې ژوندي وي او که مړه شوي به وي، سخت ورته په اندېښنه کې يم.))

دغه راز د همدې سيمې د غرو شاخ کلي یوه ښوونکي چې دا هم نه غواړي نوم یې خپور شي وايي چې جګړه لومړۍ څو ورځې د سړک تر څنګ وه، په کور دننه يې شپې تېرېدې خو له تېرې ورځې راهیسې د جګړې لمن د کلي منځ ته ور غځېدلې ده.

هغه زياته کړه: ((ډېر خلک نورو سيمو ته کډه شوي، په سختو حالاتو کې شپې تېروي، جدي مرستو ته اړتيا لري.))

همدارنګه د باغ شمال سیمې قومي مشر ارباب عبدالرازق شینواري پژواک ته وویل چې خلک د افغان ځواکونو له خوا د بې هدفه ډزو له وېرې خلک کډه شوي دي.

دی وايي، جګړه د ملایانو په نوم کلي کې ده او افغان ځواکونه په درنو وسلو ابراهیم خېل، سفید خان او غروشاخ کلي په نښه کوي چې د یادو کلیو اوسېدونکي د بېځایه ډزو له وېرې کډه شوي دي.

د يادو سيمو يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له اړوندو چارواکو يې د مرستې غوښتنه وکړه.

بل لور ته په بغلان کې د شاهین قول اردو د عامه نظم د اتمې لوا قوماندان ډګروال غلام عباس توکلي بیا په سیمه کې د جګړې د دوام اصلي لامل د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنيوي بولي.

توکلي  وايي: ((طالبان د خلکو په کورونو کې پټ شوي، له هغه ځايه ډزې کوي، موږ د دې لپاره چې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله پېښه نه شي، عمليات مو ورو روان کړي دي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.