ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: ځمکه باید د تولید وسیله شي نه د کاغذپرانۍ او غصب

ولسمشر غني: ځمکه باید د تولید وسیله شي نه د کاغذپرانۍ او غصب

author avatar
4 Apr 2019 - 17:39
ولسمشر غني: ځمکه باید د تولید وسیله شي نه د کاغذپرانۍ او غصب
author avatar
4 Apr 2019 - 17:39

کابل (پژواک، ١٥ ورى ٩٨): ولسمشر غني له ټولو دولتي چارواکو او مسوولينو غوښتي چې د کورنيو توليداتو لپاره په ملي او نړيواله کچه بازارموندنه وکړي.

ولسمشر غني دغه څرګندونې نن د لويې جرګې خېمه کې د کرنې د ترویج پنځم ملي کنفرانس ته په خپله وينا کې وکړې.

په دغه کنفرانس کې چې له ټول هېواده شاوخوا درې زره بزګرانو په کې حضور درلود، ولسمشر بزګرانو او مالدارانو ته د ښه راغلاست تر څنګ د هېواد د بزګرانو پیداوار ته د هوایي او ځمکنیو دهلېزونو د پرانیستنې په برخه کې د دولت د اقداماتو په اړه خبرې وکړې.

هغه زیاته کړه: "بازارموندنه د هر وزیر د افغانستان د هر سفارت او ډیپلومات کار دی او تر هغه چې بازار نه وي، په تولید کې توپیر نه راځي. هغه څرګنده کړه، د اقتصادي خپلواکۍ کيلي د بزګرانو په ځانګړې توګه د ښځو بزګرانو او متشبثو په لاس کې ده."

ولسمشر له سرچینو او پانګو پر موثرې استفادې او دغه راز د اوبو د مدیریت پر اړتیا ټینګار وکړ، ويې ویل: "زموږ په هېواد کې باید لږ تر لږه ۲۰ میلیارده متر مکعب اوبه زېرمه شي، د هېواد د اوبو د مدیریت بنسټ اېښودل شوی او چټک کار ته اړتیا ده. هغه زیاته کړه، ځمکه باید د تولید وسیله شي، نه د کاغذپرانۍ او غصب."

نوموړي دغه راز د څرځایونو پر مدیریت هم ټینګار وکړ او وې ویل، د کوچیانو عصري مالدارۍ ته لومړیتوب ورکوو او اړوند ادارې باید په دې برخه کې اقدام وکړي.

ولسمشر وویل، کوچیان د افغانستان یوې ژبې، قوم او سیمې پورې نه دي تړلي، بلکې ټول قومونه په کې شامل دي.

هغه وویل: "زموږ اساسي اقتصادي موخه دا ده چې افغانستان له واردوونکي هېواد څخه د کرنیز پیداوار او خوراکي توکو پر صادروونکي هېواد بدل کړو."

اشرف غني د هېواد بزګرانو او مالدارانو ته ډاډ ورکړ چې دولت د داخلي بازار د ساتنې او پیاوړتیا لپاره هر ډول اقدام ته چمتو دی.

هغه څرګنده کړه، بزګر، مالدار، پانګوال، سوداګر او صادروونکی باید د ارزښت په ځنځیر کې خپل ځان وویني.

ولسمشر غني د دې ټکي په څرګندولو چې د خپلو بزګرانو د تولیداتو موثریت او د بزګرانو مؤلدیت زیات کړي، وویل: "افغانستان زموږ ګډ کور او میراث دی او د هېچا ډالۍ نه ده، دغه میراث زموږ د نیکونو د قربانیو پایله ده چې ساتنه او پرمختګ یې پر موږ لازم دی."

هغه د خپلو خبرو په پای کې هیله مندي وښوده چې بزګران، باغداران، مالداران او مرغداران دې په روان کال کې د کمي او کیفي بدلون شاهدان و اوسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.