پلخمری (پژواک، ۱۵ وری ۹۸): د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې په یوه معاینه خانه کې د ماين چاودنې له امله ډاکتر وژل شوى او ٢٠ نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د بغلان د عامې روغتیا ریيس ډاکتر محب الله حبیب د وري په ۱۵مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د پلخمري ښار په یوه شخصي معاینه خانه کې ماین چاودنه کړې ده.
هغه وايي چې له يادې پښې يې د يوه متخصص ډاکتر سيد علي ايت جسد او ٢٠ نور ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.
ده وويل چې په ټپيانو کې درې ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي.
دغه راز د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت د پېښې د تايید تر څنګ وويل چې په دې پېښه کې يو ډاکتر وژل شوى او يو شمېر نور کسان ټپيان شوي دي.
بشارت وايي: ((ټپیان هغه ملکي کسان دي چې د دغه ډاکتر مراجعین وو.))
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن