ګردېز (پژواک، ١٥ ورى ٩٨): د پکتيا ولايت يو شمېر ښځې په نوي کال کې سولې ته هيله منې دي؛ له وسله والو طالبانو او افغان حکومته غواړي چې د تازه جګړې د پيل پر ځای دې د سياسي جوړجاړي لپاره مخامخ خبرې پيل کړي.
دوی دا خبرې په سوله کې د مېرمنو د ونډې په اړه په يوه کنفرانس کې وکړې.
په دې غونډه کې په ټولنيزو او کلتوري چارو کې د پکتيا د والي مرستياله زهرا احمدزۍ له ښځو وغوښتل چې د هېواد روان ناوړه او جګړه ييز حالت ته په کتو خپل اولادونه وهڅوي چې په ټولنيز ثبات کې ونډه واخلي.
احمدزۍ وويل: ((د افغانستان اصلي وارثين تاسو يئ، دا زامن تاسو لوی کړي، دا مجاهدين، علما، ډاکټران، انجينران او د ملي امنيتي ځواکونو اتلان تاسو لوی کړي، ستاسو په لمنو کې لوی شوي. دوی بايد پر موږ او تاسو باور ولري او موږ ته د تعليم، کار، نکاح، ميراث او نور اسلامي حقونه راکړي.))
د پکتيا پوهنتون استاده ډاکتر نازدانه پکتياوال وايي چې په جګړه کې تر هر چا زيات مېرمنو زيان ليدلی او وسله والو مخالفينو ته په کار ده چې د خويندو او ميندو ناوړه حالت ته په کتو له جګړې لاس واخلي.
پکتياوال ډاډ څرګندوي چې د طالبانو په تحريک کې هم پخوانۍ سخت دريځي نه ده پاتې او که سوله وکړي، د مېرمنو حقونو ته به درناوی وکړي او د حقونو په تامين کې به يې هڅې کوي.
دا وايي: ((زه په دې يقين لرم که طالبان اوس سوله وکړي، بېرته راشي خپلو کورونو ته او د وطن په ابادۍ کې سهم واخلي، هغه نظر به ورسره نه وي او د ښځو تعليم او کار ته به اجازه ورکړي.))
دغه راز د پکتيا د ښځو چارو رييسه نسرين اورياخېل وايي، د ښځو په ګډون ټول خلک د پردې تر شا د سولې روانو خبرو ته اندېښمن دي او وايي چې د دې خبرو ټول جريان بايد له ولس سره شريک شي.
اورياخېل وويل: ((ښځو ته بايد سهم ورکړل شي، هغه دوه خويندې چې په دې کې له مرکز څخه دي، هغه زما او زما د ولسواليو د خويندو له ستونزو نه دي خبرې. بايد له ولايتونو يا د زون په کچه خويندې وټاکل شي چې په دې کې سهم واخلي. ټول خلک د موقتې ادارې د رامنځته کېدو خبرې ته په تشويش کې دي.))
همدارنګه د پکتيا د ښځو چارو رياست د جندر مسووله مسکا منګل وايي چې د سولې خبرو د ښو مخې ته تګ او د باور فضا ټينګېدو لپاره بايد د هوا په ګرمېدو جګړې پيل نه شي او د سولې روانې خبرې بايد لا زياتې او د افغانانو ترمنځ پيل شي.
منګل پژواک ته وويل چې خلک له جګړې خورا ستړي دي او د خپلو انساني حقونو او ملي ګټو او ارزښتونو په خونديتوب سوله غواړي.
دا وايي: ((هيله ده سوله راشي او دا ناخوالې له منځه لاړې شي. ښځو ته د اسلامي شرايطو په رڼا کې د کار زمينه برابره شي. اسلام مېرمنو ته د کار کولو اجازه ورکړې، لکه سعودي عربستان او ځينو نورو هېوادونو کې چې ښځې کار کوي او په هره برخه کې ونډه اخلي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن