ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان کرکټ بورډ درې ملي لوبـډلو ته نوي لوبډلمشران وټاکل

د افغانستان کرکټ بورډ درې ملي لوبـډلو ته نوي لوبډلمشران وټاکل

author avatar
5 Apr 2019 - 14:43
د افغانستان کرکټ بورډ درې ملي لوبـډلو ته نوي لوبډلمشران وټاکل
author avatar
5 Apr 2019 - 14:43

کابل (پژوکا، ١٦ ورى ٩٨) : د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د یوې خبري ناستې پر مهال د کرکټ لوبې د درې ملي لوبډلو نوي لوبډلمشران او مرستیال لوبډلمشران معرفي کړل.

د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې رييس دولت احمدزي د وري په ١٦مه، په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د یو ورځنیو لوبو لپاره ګلبدین نایب د لوبډلمشر او ورسره راشدخان د مرستیال ، د شل اووریزو لوبو لوبډلمشر راشدخان او ورسره مرستیال لوبډلمشر شفیق الله شفق او د ټېسټ لپاره رحمت شاه او ورسره مرستیال لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ټاکل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په دې اړه دوى له تېرو شپږو مياشتو راهيسې مشورې کولې او بالاخره دې پرېکړه ته ورسېدل، چې د کرکټ لوبو د هر يوه جوړښت لپاره بايد نوي لوبـډلمشران وټاکل شي.

د غوراوي کمېټې مشر سربېره پر دې په دغه خبري ناسته کې د سوېلي افریقا د تمریناتي کمپ لپاره ۲۳ کسیزه لوبډله هم اعلان کړه چې تر تمريناتو وروسته به يې له منځه ١٥ کسيزه لوبډله د نړيوال جام لپاره وټاکل شي.

دولت احمدزي وويل، چې فټنس يا روغتيا اوس هم د کرکټ د ملي لوبغاړو ستره ستونزه ده او په سوېلي افريقا کې تر تمريناتو وروسته به د لوبغاړو فټنس او روغتيايي ازموينه هم واخيستل شي.

د هغه په وينا، ملي لوبډله به په سوېلي افريقا کې ١٠ ورځې تمرين کوي او بيا به له هغه وروسته له ځايي لوبډلو سره شپږ تمريناتي لوبې هم ترسره کوي.

په سوېلي افريقا کې د تمريناتي کمپ لپاره غوره شوي لوبغاړي په لاندې ډول دي.

ګلبدين نايب لوبډلمشر، راشد خان مرستيال، شهزاد محمدي، نور علي ځدراڼ، حضرت ځاځى، عثمان غني، ، اصغر افغان، حشمت الله شهيدي، رحمت شاه، محمد نبي، نجيب الله ځدراڼ، درويش رسولي،  مجيب ځدراڼ، شفيق الله شفق، افتاب عالم، دولت ځدراڼ، شاه پور ځدراڼ، حميد حسن، کريم جنت، قيس احمد، شرف الدين اشرف، سيد شېرزاد او سميع الله شينوارى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.