ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خان عبدالغفار خان د مزار رغولو چارې پيل شوې

د خان عبدالغفار خان د مزار رغولو چارې پيل شوې

author avatar
5 Apr 2019 - 10:05
د خان عبدالغفار خان د مزار رغولو چارې پيل شوې
author avatar
5 Apr 2019 - 10:05

جلال اباد (پژواک، ١٦ ورى ٩٨) : د ننګرهار د نوي والي شاه محمود مياخېل په هڅو له څو کاله ځنډ وروسته د نږدې ۵۴ میلیونه افغانیو په لګښت د فخر افغان خان عبدالغفار خان د مزار د جوړېدو چارې پیل شوې .

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د وري په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې مراسمو کې چې پرون ناوخته د فخر افغان په مزار کې جوړ شوي وو، په کې ننګرهار والي شاه محمود میاخېل، د ولایت مرستیال تمیم عارف مومند، د ولایتي شورا مرستیال عبیدالله شینواري،د شورا غړي اجمل عمر، استاد اسرارالله مراد، د بنایي تصدۍ مرستیال عبدالقهار حیدري،د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس اورنګ صمیم او ګڼ شمېر نورو کسانو ګډون کړى وو.

والي شاه محمود میاخېل له ولسمشر څخه مننه وکړه چې په وړاندیز یې د فخر افغان باچاخان مزار جوړېدل منظور کړل .

هغه زیاته کړه، یاد مزار به د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې د مالي او عملیاتي او مرستندویه واحد لوی ریاست له لوري د نږدې ٥٣ میلیونه او اته سوه زره افغانیو په مالي لګښت د یو کال په موده کې جوړ شي، چې د ساختمان سربېره به څلور ګمبزې، یو څلوېښت متره منار، پارکینګ او نور ضروري ملحقات ولري .

مياخېل هیله وښوده چې د دې مزار جوړېدل به د لرو بر پښتنو د جلا کېدو د مخنیوي، وروڼو پښتنو قومونو د یوالي،سولې او پخلاینې لپاره مهم زیری شي،همدا راز یې له هغو کسانو څخه چې له مزار څخه لیدنه کوي،غوښتنه وکړه چې د باچا خان د فکر لپاره کار وکړي .

نوموړي زیاته کړه، که ولس د باچا خان فکر لپاره کار وکړي، د خپل وطن د سولې، ابادۍ او پرمختګ لپاره به خامخا فکري مبارزه ترسره کوي،چې له امله یې د حکومت ملاتړ او د همدې ملاتړ له مخې شته ناخوالو ته د پای ټکی کېښودل کیږي او د بریالیتوب لپاره تړلې دروازې پرانیستل کیږي .

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس اورنګ صمیم وویل، د خوښۍ ځای دی چې د پښتنو د ستر مشر او د عدم تشدد د ستر سر لاري باچا خان د مزار د جوړېدو چارې له کلونو ځنډ وروسته پیل شوې او له همدې امله یې د ننګرهار والي څخه مننه وکړه او ټولو مبارزو او د پاچا خان د فکر لارویانو ته یې مبارکي ورکړه.

نوموړي زیاته کړه، د پاچا خان مزار د جوړېدو چارې د ډاکټر نجیب د واکمنۍ پر مهال پیل شوې وې، چې له هغه وروسته په وقفه یي ډول پرې کار کېده چې د ټولو پښتنو په ځانګړي ډول د مبارزینو د نیوکې لامل ګرځېدلی و.

د هېواد د بنایي تصدۍ مرستیال عبدالقهار حیدري ډاډ ورکړ چې د باچا خان مزار د جوړېدو چارې به په ټاکلي وخت ترسره شي، چې د ساختمان ترڅنګ به یې برېښنا،تشنابونه او نورې برخې جوړې شي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.