ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلزاد د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير سره دافغان سولې په اړه خبرې وکړې

خليلزاد د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير سره دافغان سولې په اړه خبرې وکړې

author avatar
5 Apr 2019 - 12:38
خليلزاد د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير سره دافغان سولې په اړه خبرې وکړې
author avatar
5 Apr 2019 - 12:38

کابل (پژواک، ١٦ ورى ٩٨) : د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.

خليلزاد چې د سولې په اړه د خپلو هڅو په شپږم سفر راوتلى له تېرو څو ورځو راهيسې يې په کابل کې له افغان حکومت، چاواکو او سياسي مشرانو سره خبرې کړې دي. 

ټاکل شوې وه، چې هغه څو ورځې مخکې اسلام اباد ته تللى  واى، خو د نامعلومو دلايلو له امله يې دا سفر ځنډېدلى و.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د وري په ١٦مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې خليلزاد نن لومړى د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې مېرمن تهمينه جنجوعه په مشرۍ  له پاکستاني پلاوي سره وليدل.

سرچينې زياته کړې، وروسته زلمي خليلزاد د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره جلا ليدنه وکړه او د افغان سولې په اړه  يې د خپلو وروستيو هڅو په هکله ورسره معلومات شريک کړل.

په خبرپاڼه کې راغلي، قريشي د افغان سولې پروسه کې د وروستيو پرمختګونو ستاينه کړې او افغان سوله يې د ټولې سيمې لپاره ګټوره بللې ده.

هغه زياته کړې، پاکستان به د افغان سولې پروسه کې خپلو همکاريو ته ادامه ورکړي.

خليلزاد اسلام اباد ته تر سفر مخکې پرون په کابل کې ويلي و چې که پاکستان غواړي له امريکا سره ښې اړيکې ولري، نو د افغانستان په اړه دې خپل سياست بدل کړي او د دغه هېواد په چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.

 نوموړي زياته کړې وه: ((موږ د دې پلوي او په لټه کې يو چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سولې په اړه يو هوکړه ليک لاسليک شي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.