هرات، ايبک (پژواک، ۱۶وری ۹۸):د هرات او سمنګان په ولايتونو کې د سيلابونو د راوتو له امله اتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد نن د وري په ۱۶ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولايت په کرخ ولسوالۍ او د هرات- بادغيس لويې لارې اړوند د سبزک کوتل په سيمه کې راوتلو سيلابونو خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
هغه زياتوي، تر دې دمه د کرخ ولسوالۍ د چوبي جومات په سيمه کې پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د هرات – بادغیس لويه لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
د سيمې اوسېدونکي وايي چې تر دې دمه شاوخوا ۱۵ تنه چې سیلابونو وړي لادرکه دي.
همداراز، د سمنګان ولایت د درې صوف ولسوال احمدالله احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ تر غرمې وروسته شاوخوا شپږ بجې د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې سيلابونه راوتلي او ګڼ شمېر کلي يې زيانمن کړي دي.
هغه زياتوي، د دې سيلابونو له امله درې ځوانان چې د درې صوف ولسوالۍ د دلدل په سيمه کې د اوبو د زېرمې په جوړولو بوخت وو، مړه شوي دي.
د ده په وينا، يادو سيلابونو مالي زيانونه اوړلي او د راوتو له امله يې لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه خرابه شوې ده.
د درې صوف ولسوالۍ د جواجه مقُلي کلي اوسېدونکی رفيع الله وايي چې د دې ولسوالۍ د معقصود په کلي کې سیلابونو درې تنکي ځوانان چې د ېوې کورنۍ غړي دي، مړه کړي دي.
هغه زیاتوي، دغه ځوانان د دلدل په دره کې داوبو لګولو په موخه د اوبو د زېرمې په جوړولو بوخت وو.
هغه وايي، يادو سيلانونو ډېرې کرنې ځمکې ويجاړې کړې دي.
د يادونې ده چې په دې وروستو کې په هېواد کې د سيلابونو د راوتو له امله ۱۱۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر ۳۰ زرو ډېرې کورنۍ زيانمنې شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن