جلال اباد (پژواک، ١٦ ورى ٩٨) : چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د جوړېدونکي زر بستريز روغتون چارې به د درېيو کلونو پر ځاى اوس په يو نيم کال کې بشپړيږي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د وري په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د والي شاه محمود میاخېل د ځانګړې پاملرنې له مخې د بنایي ساختماني تصدۍ له لوري د يادې پروژې د کارکوونکو د زیاتوالي او چارو د ګړندیتوب لارښوونه شوې ده.
هغه زياته کړې، ددې پرېکړې له مخې به د ياد روغتون چارې په معیاري بڼه د یو نیم کال په موده کې بشپړې کړي .
خوږياڼي وويل، والي شاه محمود میاخېل نن د یو شمېر مسوولینو په ملتیا د زر بستریز روغتون له چارو څخه د لیدنې پر مهال د بنایي ساختماني تصدۍ څخه مننه وکړه،چې په وروستیو دوو اوونیو کې یې د کارکوونکو شمېر ۲۵۰ تنو ته لوړ کړی چې له امله یې کارونه زيات او چټک شوي.
والي وايي، د ولسمشر د ځانګړې پاملرنې له مخې به د یاد روغتون په جوړېدو سره په ختیځ کې روغتیایي برخه کې شته ستونزې تر ډېره کچه حل شي.
یاد روغتون چې په یو عشاریه اووه میلیارده افغانیو جوړيږي، د بنایي ساختماني تصدۍ له لوري به اوس يواځې د شاوخوا یو میلیارد افغانيو په لګښت په اساسي ډول جوړ او ورسره به ٧٠٠ ميليونه افغانۍ سپما شي.
میاخېل ډاډ ورکړ، هغه کسان چې د یاد روغتون د چارو د ځنډېدو لامل شي، پر وړاندې به یې جدي اقدامات وکړي او د هر ډول قانوني ستونزو په حل کې د شرکت تخنیکي مسولینو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.
په افغانستان کې د بنایي ساختماني تصدۍ مرستیال انجنیر عبدالقهار حیدري ډاډ ورکړ چې په عالي کیفیت سره به له ټاکلې مودې څخه وړاندې یاده پروژه ګټې اخیستنې ته وسپاري .
د ننګرهار د عامې روغتیا ريیس ډاکتر نصیر احمد دراني د چارو د تعقیب له امله د ننګرهار والي د بنایي ساختماني تصدۍ له مسوولینو څخه مننه وکړه او هیله یې وښوده،چې د یاد مجهیز روغتون په جوړېدو سره به د روغتیا په ساختماني برخه کې د دوی ستونزې تر ډېره کچه حل شي .
د یادونې ده،چې په ننګرهار کې د زر بستریز روغتون چارې له وړاندې پیل شوې وې،خو کارونه یې د بېلابېلو لاملونو له امله ځنډني وو،چې په وروستیو کې یې چارې ګړندۍ شوې دي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن