ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني، زابل او کندهار کې طالبانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني، زابل او کندهار کې طالبانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
6 Apr 2019 - 11:14
غزني، زابل او کندهار کې طالبانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
6 Apr 2019 - 11:14

غزني- کندهار (پژواک، ١٧ ورى ٩٨): چارواکي وايي چې د غزني او کندهار ولايتونو په جګړو کې وسله والو طالبانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د وري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د غزني ښار اړوند د توحيد اباد، انتن، ﺯرګر، سای او دغه راﺯ د ﺯنخان او ګيلان ولسواليو پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.

هغه زياته کړه چې په دې نښتو کې څلور پوليس او اووه وسله وال طالبان وژل شوي، شپږ پوليس او درې وسله وال طالبان ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، د ګيلان ولسوالۍ اړوندو سیمو کې د ځانګړو افغان ځواکونو په عملياتو کې د دولت ٢٠ وسله وال مخالفين وژل شوي او ٥٠ بېلابېل ډول ماينونه هم کشف او خنثي شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې نهو وسله والو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیزي پژواک اژانس ته وویل چې تېره شپه د دې ولسوالۍ د ماکوان په سیمه کې وسله والو مخالفینو د سړک پر غاړه ماینونه ځای پر ځای کول چې پولیس پرې خبر شوي او سیمې ته ورغلي.

هغه زیاته کړه، د دواړو لورو ترمنځ نښته شوې چې په پایله کې يې ۳ وسله وال وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي.

دغه راز ده وویل چې په دې پېښه کې ۳ پولیس هم ټپیان شوي دي.

بلخوا د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال پژواک ته وويل چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو له بې پيلوټه الوتکې د طالبانو پر يوه موټر بريد کړى، درې وسله وال يې وژلي او يو يې ټپي کړى دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.