ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: د باختر امینزي د لرې کولو پرېکړه غیر قانوني ده

خلک: د باختر امینزي د لرې کولو پرېکړه غیر قانوني ده

author avatar
6 Apr 2019 - 14:38
خلک: د باختر امینزي د لرې کولو پرېکړه غیر قانوني ده
author avatar
6 Apr 2019 - 14:38

ګردېز (پژواک، ١٧ ورى ٩٨): د پکتيا ولايتي شورا ځينو غړو، قومي مشرانو او ځوانانو په يوه خبري کنفرانس کې د مشرانو جرګې د غړي باختر امينزي په اړه د ولسمشر غني پرېکړه د قانون خلاف عمل بولي او د بېرته اخيستو غوښتنه يې کوي.

د حزب اسلامي غړى باختر امينزی چې شاوخوا شپږ مياشتې مخکې د ولسمشر له خوا انتصابي سناتور ټاکل شوى و، څو ورځې مخکې بېرته لر شو.

د پکتيا مدني فعال سيد جمال الدين اصف خېل وويل چې ولسمشر غني نه يوازې له خپلې ژمنې سره سم د پکتيا کدرونه پر دندو نه دي ګومارلي، بلکې ځيني برحال هغه يې هم په بېلابېلو ډولونو له دندو ګوښه کړي دي.

هغه زياته کړه چې که ولسمشر پر خپله دې پرېکړه بيا کتنه ونخ کړي، نو دوی به نور اعتراضيه حرکتونه وکړي.

نوموړی وايي: ((ولسمشر د يوه سياسي فشار پر اساس د يوې مافيايي ډلې په واسطه ډاکتر باختر امين زی د سنا مجلس له غړيتوبه محروم کړ. که ولسمشر په همدې ډول د پکتيا له خلکو سره دوکو او فريب ته دوام ورکړي، دا خلک به په راتلونکو انتخاباتو کې بيا ده ته رايه ورنه کړي. بدبختانه ولسمشر د پکتيا له کدرونو سره ناسم چلند کړی او کوي.))

قومي مشر رييس مولاداد وايي چې د مشرانو جرګې د انتصابي غړو ټاکل د ولسمشر صلاحيت دی او له ټاکلې مودې مخکې يې له غړيتوبه لرې کول صلاحيت نه دی.

نوموړی دغه کار په ښکاره د قانون تر پښو لاندې کول بولي او ټينګار کوي چې لوړپوړي چارواکي بايد قانون نقض نه کړي او په پارلمان کې د مافيايي بانډونو پر وړاندې سالم او جدي دريځ غوره کړي.

د پکتيا د قومونو يووالي ټولنيزې شورا غړي نسيم پښتون وويل چې په مشرانو جرګه کې مافيايي کړۍ واکمنه ده چې د خپلو شخصي ګټو پر اساس ناوړه کړنې هم ترسره کوي او په لويه کچه يې د رېښې غځولو له لارې د دې کړۍ د ماتېدو مخنيوی شوی دی.

پښتون زياتوي چې دولت دې د امين زي د ګومارنې او ګوښه کولو په اړه خلکو ته واضح ځواب ووايي او د نوموړي له خوا پورې شوي تورونه دې سپين کړي.

امينزي په کابل کې د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې تور پورې کړ چې په مشرانو کې مافيايي بانډ د نوموړي د سنا د رياست د وېرې له امله د سياسي فشار او دسيسې پر اساس له دندې لرې کړی دی.

حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.