کابل (پژواک، ۱۷وری ۹۸): د سولې عالي شورا تر لویې جرګې مخکې د قطر د ناستې جوړېدل ګټور نه بولي او وايي، دغه جرګه د جوړښت له اړخه د نورو جرګو په پرتله تر ټولو ډېره ټول شموله او استازي ده.
د سولې عالي شورا رییس او د «سولې د لویې مشورتي جرګې» د جوړېدو د کمېسیون مشر محمد عمر داوودزي نن په کابل کې د یاد کمېسیون په لومړۍ خبري ناسته کې د سولې لویې مشورتي جرګې د جوړېدو لپاره د بشپړ تیاري خبر ورکړ او ویې ویل، د یادې جرګې د جوړېدو لپاره هېڅ بودیجوي ستونزه نه لري.
نوموړي زیاته کړه، یو تخنیکي او مسلکي ټيم د بودیجې وړاندیز کړی چې د ولسمشر له خوا هم منل شوی، خو ممکن تغییرات په کې راشي.
هغه وویل، په دې لویه جرګه کې به د سیاسي ګوندونو، د ملکي او نظامي شهیدانو د کورنیو، دیني عالمانو، ځوانانو، هنرمندانو، د ټول هېواد او کډوالو د مدني فعالانو په استازيتوب ۲۵۰۰ کسان ګډون وکړي چې ۳۰ سلنه ګډوال به یې ښځې وي.
نوموړي د ولایتي شورا غړي او په ولسي جرګه کې د خلکو هغه استازي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو له خوا ورته باورلیکونه سپارل شوي، د سولې مشورتي شورا ګډون کوونکي وبلل او ویې ویل، په دې جرګه کې د ګډون کچه په ولسي جرګه کې د استازو د لرلو په تناسب د همغه ولایت د استازو په ګډون اووه کسان دي.
د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د کمېسیون رییس له ټاکنیزو کمېسیونونو وغوښتل چې د لویې جرګې له جوړېدو مخکې دې د پاتې ولایتونو د ولسي جرګې وروستۍ پایلې اعلان کړي.
داوودزي دې ته په اشاره چې د طالبانو تر کنټرول لاندې له ټولو ولسوالیو څخه خلک په دې جرګه کوي ګډون کوي، زیاته کړه: ((د ولسمشر امر و چې هېڅ افغان باید له لویې جرګې بې برخې نه شي، او همدا اصل باید په پام کې ونیول شي، افغان طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکول کېږي، خو له دې امله چې سیاسي اړخ لري، په اړه یې زیات بحث کېږي.))
نوموړي په ډاګه کړه: ((موږ شپه او ورځ هڅه کوو چې دا جرګه په هغه ډول جوړه کړي چې خلک او د دولت مشران یې له موږ څخه هیله لري او هڅه کوو په هېواد کې د سولې په اړه ملي اجماع رامنځته کړو.))
دغه راز هغه وویل، له حکومت سره د زلمي خلیلزاد په ناسته کې له طالبانو سره د طالبانو د سولې خبرو په اړه معلومات شریک شول او په دې اړه شته پوښتنې حل شوې، خو سره له دې هم ځينې شکونه او پوښتنې موجودې دي.
هغه د معلوماتو شریکول مهم وبلل او زیاته یې کړه، تر اوسه هم ځینې پوښتنې شته چې باید ځواب شي، ځکه له امریکا سره ښې اړیکې ضرور دي او د ښو اړیکو لپاره د معلوماتو شریکول حتمي دي.
داوودزي له خلیلزاد سره سبا د لیدو خبر ورکړ او ویې ویل، له طالبانو سره په قطر کې د ناستې په اړه له لویې جرګې وروسته خبرې کېږي، ځکه تر لویې جرګې مخکې به د قطر ناسته ګټوره نه وي.
نوموړي له سیاسي ګوندونو سره ناستې ته په شاره وویل، هڅه کېږي د سیاسي ګوندونو ټول حقه وړاندیزونه په پام کې ونیول شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن