جلال اباد (پژواک، ۱۷ وری ۹۸): د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري د څه باندې ۶۶ میلیونه افغانیو په لګښت د جلال اباد شاهي ماڼۍ د بيارغولو چارې پيل شوې او ټاکل شوې د يوه کال په موده کې پر خپل پخواني ارزښت ورغول شي.
د دې ودانۍ د بيارغونې چارې د وري په ۱۷مه د ننګرهار د والي شاه محمود مياخېل له لوري د پټۍ په پرېکولو پيل شوې.
نوموړي په دې اړه وویل، د جمهوري ریاست د چارو ادارې د مالي او عملیاتي او مرستندوی واحد لوی ریاست له لوري د ۶۶ میلیونه او درې سوه زره افغانیو په مالي لګښت د بنایي ساختماني تصدۍ په تخنیکي مرسته د جلال اباد شاهي ماڼۍ د بیارغونې چارې نن پیل شوې چې له ۶ میاشتو تر یو کال مودې پورې به بشپړې شي .
هغه زیاته کړه، د جلال اباد شاهي ماڼۍ شاوخوا ۱۳۴ کاله وړاندې د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې جوړه شوې وه، خو د وخت مسوولینو په کې مصنوعي کارونه کړي وو، یو ځل بیا به د تاریخي ابدې په توګه په اصلي بڼه ورغول شي.
میاخېل ډاډ وښود چې د ثبات رامنځته کېدو په موخه به جلال اباد شاهي ماڼۍ ته خلک په عادي ډول تګ راتګ وکړي .
والي همدا راز زياته کړه چې د خپلواکۍ سلمې کلیزې په مناسبت به د خپلواکۍ د ګټونکي شاه غازي امان الله خان مزار د جوړولو چارې هم بشپړې شي چې د دغو چارو د پیل کېدو له امله یې له ولسمشره مننه وکړه او د دغه ولایت ټول ولس ته یې مبارکي ورکړه .
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ريیس اورنګ صمیم وویل، د جلال اباد شاهي ماڼۍ په ۱۲۶۴ هجري کال کې جوړه شوې ده چې د ودانۍ د معمارۍ هنر یې په کندهار ولایت پورې اړه لري او د هېواد د یو شمېر نورو تاریخي سیمو تر څنګ جلال اباد شاهي ماڼۍ د امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ ژمنی پایتخت بلل شوی دی .
د جلال اباد د شاهي ماڼۍ خانه سامان حاجي هفته ګل چې ځان د شاهي مانۍ ژوندی تاریخ بولي، وایي، د کورنۍ غړي یې د دې تاریخي ماڼۍ د ساتنې په موخه وقف کړي او خوښ دی چې د ننګرهار د اوسني والي په وخت کې یې د بیارغونې چارې پیل شوې.
د یادونې ده، په وروستیو کې په جلال اباد ښار کې د غازي امان الله خان مزار، جلال اباد شاهي ماڼۍ، پاچا خان مزار، دوه لویو جوماتونو او ګڼ شمېر نورو پروژو چارې پیل شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن