ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند قومي مشران او مدني فعالان حکومت سوېلي ولایتونو ته پر نه پاملرنه تورنوي

د هلمند قومي مشران او مدني فعالان حکومت سوېلي ولایتونو ته پر نه پاملرنه تورنوي

author avatar
6 Apr 2019 - 14:42
د هلمند قومي مشران او مدني فعالان حکومت سوېلي ولایتونو ته پر نه پاملرنه تورنوي
author avatar
6 Apr 2019 - 14:42

لښکرګاه (پژواک، ۱۷ وری ۹۸): د هلمند ولايت سلګونو خلکو د سولي د روانو خبرو د ملاتړ تر څنګ پر مرکزي ادارې نیوکه کړې چې سوېلي او سوېل لوېديځو ولایتونو ته یې پاملرنه نه ده کړې.

دغه خلک چې په کې قومي مشران، مدني فعالان او ځوانان شامل دي، د وري په ١٧مه په مرکز لښکرګاه ښار کې راټول شوي وو.

هغوى زياته کړه چې په یادو ولایتونو کې اساسي پروژې نه دي پلې شوې او خلک یې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

مدني فعال عبدالحق ځواکمن وویل، جګړې، بېکاري، د اساسي کارونو نه پلي کېدل او ګڼي نوري هغه ستونزې دي چي مرکزي حکومت ورته پام نه دی کړی.

نوموړي زیاته کړه: ((په هلمند، کندهار، زابل، اروزګان او نیمروز ولایتونو کې اساسي او بنسټیز کارونه نه دي ترسره شوي او د دې ولایتونو اوسېدونکو له خورا ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.))

د غونډي بل ګډونوال قومي مشر عبدالاحد معصومي وويل، که حالت همدا ډول روان وي، نو هلمنديان به په راتلونکي کې د خپلو غوښتنو لپاره له نورو لارو کار واخلي.

یوه بل مدني فعال نظرمحمد رودي پر دولت غږ وکړ چې سولي ته لومړیتوب ورکړي او نور له جګړې ستړو افغانانو ته د ښه ژوند زمینه برابره کړي.

نوموړي زیاته کړه: ((زه د خپلو ولایتونو لپاره هم له مرکزي حکومته د پاملرني غوښتنه کوم او دلته د دولت له لوري د اساسي او مهمو کارونو او پروژو پر پلي کېدو هم سترګي نه پټېږي چي دلته نه دي پلي شوي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.