ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د سرطان د تشخیص مرکز پرانیستل شو

په کابل کې د سرطان د تشخیص مرکز پرانیستل شو

author avatar
6 Apr 2019 - 16:11
په کابل کې د سرطان د تشخیص مرکز پرانیستل شو
author avatar
6 Apr 2019 - 16:11

 

کابل (پژواک، ۱۷ وری ۹۸): په کابل کې د سرطان د تشخیص یو مرکز چې د شاوخوا ۲۲ ډوله نورو زهري او ساري ناروغیو د تشخیص وړتیا همه لري، پرانيستل شو.

د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فېروزالدین فېروز نن د یاد مرکز د پرانیستې پر مهال وویل، د سرطان د تشخیص دغه مرکز د حکومت، نړیوال روغتیايي سازمان، امریکا پرمختیايي ادارې او د ملګرو ملتونو د پراختیا نړیوالو شبکو (UNDP) په مرسته د څه باندې یو میلیون امریکايي ډالرو په لګښت په شپږو میاشتو کې جوړ شو او پر پرمختللو ماشینونو سمبال دی.

نوموړي زیاته کړه، په دغه مرکز کې پر سرطاني ناروغیو سربېره شاوخوا ۲۲ ډوله نورې ساري او زهري ناروغۍ چې مخکې یې تشخیص ناممکن و، هم تشخیصېږي.

نوموړي زیاته کړه، په یاد مرکز کې د مقاوم تبرکلوز کلچر هم ترسره کېږي چې مخکې به د دغه کار لپاره د تبرکلوز ناروغان بهر هېوادونو ته تلل.

د عامې روغتیا وزیر دې ته په اشاره چې د سرطان د تشخیص مرکز به په کابل کې د مورني مرکز په توګه فعالیت کوي، زیاته کړه، د دغه مرکز حوزوي څانګې به په پکتیا، کندهار، هرات، کندوز، مزارشریف او ننګرهار کې جوړې شي چې د مرکزي مرکز په پرتله به کم امکانات لري.

نوموړي د دې په روښانولو چې اوس هم د سرطان پر ناروغیو د اخته ناروغانو د درملنې په برخه کې ستونزې شته زیاته کړه، د سرطان ناروغیو د درملنې لپاره هڅې روانې دي خو دغه بهیر ډېر وخت ته اړتیا لري.

د عامې روغتیا د وزیر د معلوماتو له مخې، هر کال په هېواد کې له ۱۵ تر ۲۰زره کسان په سرطاني ناروغیو اخته کېږي او زیاتره سرطانونه د سینو، رحم او وینې سرطان جوړوي چې له دې وروسته یې په دغه مرکز کې تشخیص شونی دی.

نوموړي زیاته کړه، د سرطان د تشخیص په مرکز کې د ټولو سرطاني، ویروسي او زهري ناروغیو تشخیص ممکن دی او که کوم وخت د سرطان کومه پېښه تشخیص نه کړای شي، نو دغه مرکز د جرمني، هندوستان او په افغانستان کې له (FMIC) روغتون سره اړیکه لري چې د هغو په مرسته به یې تشخیص کړي.

هغه زیاته کړه، د ناروغیو د تشخیص او درملنې په موخه هر کال د افغانانو شاوخوا درې سوه ميلیونه ډالر پانګه له هېواده بهر مصرفېږي.

ډاکتر فېروز په ډاګه کړه چې په هېواد کې د سرطان د تشخیص مرکز یو معیاري مرکز دی چې د هېواد شخصي روغتونونه یې باید پیروي وکړي او که درغلي او سرغړونه کوي نو د روغتیايي قوانینو له مخې به جزا ورکړل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.