ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا مېرمنې د سولې پروسه کې د خپلو حقونو خونديتوب غواړي

د پکتيکا مېرمنې د سولې پروسه کې د خپلو حقونو خونديتوب غواړي

author avatar
7 Apr 2019 - 14:33
د پکتيکا مېرمنې د سولې پروسه کې د خپلو حقونو خونديتوب غواړي
author avatar
7 Apr 2019 - 14:33

ښرنه (پژواک، ١٨ ورى ٩٨):د پکتيکا ولايت يو شمېر مېرمنې وايي چې د سولې په روانه پروسه او تر هغې وروسته راتلونکو حالاتو کې دې د دوى حقونه خوندي وساتل شي.

دوی چې د ولايت په مرکز ښرنه کې سره راټولې شوې وې، دغه راز د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ کوي چې نور يې خاندان، بچيان، وروڼه او د کورنۍ خپلوان ونه وژني .

د پکتيکا مدني فعاله حيا وايي، په روان جنګ کې تر ټولو زيات زيان ځکه مېرمنو ليدلى چې د هر افغان په وژل کېدو سره ښځې بې سرپرسته پاتې کېږي.

هغې پژواک ته وويل، چې تر ټولو زياتې ښځې دردېدلي، ځکه چې خاوند، ورور، زوى او پلار يې وژل شوي دي.

بله فعاله کبرا محمدي وايي، ښځې ځکه سولې ته ډېرې لېواله دي، چې د جګړې په ډګر کې يې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي دي.

نوموړې غوښتنه کوي چې د مېرمنو په برخه کې تېري لاسته رواړنې دي له پامه نه لوېږي او د سولې په روانو خبرو اترو کې دې ونډه ورکړل شي.

د رڼا ګل تسل په نامه بلې ښځې وويل، چې د سولې په تړاو تر اوسه ورسره هيڅ مشورې نه دي شوې، خو نوموړې غوښتنه کوي چې ښځو ته دې هم په دغه برخه کې ونډه ورکړل شي.

د پکتيکا د والي مرستیال شېرباد شاه اورګونی هم د سولې په خبرو کې د ښځو پر ونډې ټینګار کوي، تر څو يې په شتون سره له خپلو  حقونو او تېرو لاسته راوړنو دفاع وشي.

د هغه په وينا،د سولې په برخه کې جوړېدونکې لويه جرګه کې هم افغان مېرمنو ته ۳۰ سلنه ونډه ورکړل شوې او دولت په ټولو برخو کې د ښځو حقونو ته ژمن دی.

د یادونې ده چې دالومړی ځل دی چې پکتیکا کې د سولې په تړاو د ښځو لپاره ځانګړې غونډه جوړېږي.

په ټوله کې د دغې غونډې برخوالې د افغان سولې په تړاو د امریکايي پلاوي او طالبانو تر منځ روانو مذاکراتو ته هيله مند دي، خو یوه داسې سوله غواړي چې تلپاتې او د افغان مېرمنو د تېرو کلونو لاسته رواړنې په کې خوندي وي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.