ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان: د قطر په غونډه کې حکومتي کسان په شخصي ډول ګډون کولاى شي

طالبان: د قطر په غونډه کې حکومتي کسان په شخصي ډول ګډون کولاى شي

author avatar
7 Apr 2019 - 21:05
طالبان: د قطر په غونډه کې حکومتي کسان په شخصي ډول ګډون کولاى شي
author avatar
7 Apr 2019 - 21:05

کابل (پژواک ١٨ ورى ٩٨): طالبان د قطر د را روانې غونډې په اړه وايي، که په دې غونډه کې د حکومت کوم چارواکى ګډون کوي، نو يواځې په شخصي ډول به شرکت کوي او شخصي نظر به په کې څرګندوي.

د دې ډلې د وياند ذبيح الله مجاهد له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا چې د قطر هېواد په مرکز دوحه کې د روانې اپريل میلادي میاشتې په نیمایې کې یو بین الافغاني کنفرانس جوړېدونکی دی، نو دوى په دې اړه له هېوادوالو سره لاندې وضاحت شريکوي.

ده زياته کړې، یاده ناسته یو داسې کنفرانس دی چې ګډونوال به یواځې خپل نظریات او پالیسي په کې بیانوي او خپل دریځ به تر نورو رسوي.

د هغه په وينا، یاد کنفرانس هیڅکله د مذاکراتو کومه غونډه او مجلس نه دی.

دى وايي: "په یاد کنفرانس کې به د کابل ادارې په نمایندګي څوک ګډون نه کوي، که د مسکو د مخکیني کنفرانس په ډول د کابل ادارې کوم اړوند څوک د ګډون کوونکو په لست کی نیول شوی وي، هغه به یواځې په شخصي ډول شرکت کوي او شخصي نظر به وایي."

دى زياتوي، څرنګه چی یاد کنفرانس په افغانستان کې د سولې د راتګ او د مختلفو لوریو یو د بل نظر اورېدلو په موخه جوړیږي، نو که یې کوم ګډونوال د چا ناخوښه او یا هم مستحق نه وي، هغه له خپل جهت څخه معرفي شوی او په هغوی پورې اړه لري، د طالبانو انتخاب نه دی. 

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت په کچه د روغې جوړې يا مصالحې د عالي شورا د هبرۍ لومړۍ غونډه نن په ارګ کې د ملي وحدت د حکومت د مشرانو، يو شمېر جهادي مشرانو، د سوداګرو او ښځو استازو په ګډون جوړه شوه.

د ولسمشر غني په مشرۍ په دې غونډه کې د سولې مذاکرې پلاوي د غړو په ټاکلو او د قطر د ناستې د ګډون کوونکو په اړه خبرې وشوې.

د سولې عالي شورا د درالانشاء مشر چې د يادې شورا وياند هم دى، نن مازيګر وويل، چې تر راتلونکو درې ورځو پورې به د مصالحې عالي شورا د سولې په تړاو د سرو کرښو مسودې، د دې شورا د غړو نهايي لست او هم يې د صلاحيتونو او مسووليتونو حدود وټاکل شي، ترڅو په قطر کې په جوړېدونکې او د سولې په تړاو نورو غونډو کې ګډون وکړي.

ده زياته کړه: "قطر ته دا ځل ځو، مشترکا ځو، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له اړخه مشترک ټيم او هيات به ځي، خو اينده مجالس به په قطر کې نه وي، په نورو ملکونو او ادرسونو کې به وي. خو اوس به په قطر کې د دواړو خواوو ترمنځ تبادل نظر کېږي او تعارف به يو له بل سره کوي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.