ګردېز (پژواک، ١٨ ورى ٩٨): د پکتيا ولايت د مرکز ګردېز اړوند په تېره سيمه کې د سولې په نوم د يوې تفريحي سيمې جوړېدو او رغولو کار پيل شو، چې د مسوولينو په خبره له چارو بشپړېدو وروسته به مناسب مېله ځای وي.
دا ځای تېرې کنډو ته څېرمه پکتيا ته د داخلېدونکې دروازې شاوخوا جوړيږي، چې د کار په لومړۍ ورځ په کې سلګونه ځوانانو او دولتي کارکوونکو ونډه اخيستې وه.
د ګردېز اوسېدونکی منور انديال د ايښودل شويو نيالګيو په ساتنه ټينګار کوي او وايي چې تر دې وړاندې هم ورته ايښودل شوي ډېری نيالګي د نه پاملرنې او ورته د اوبو نه رسېدو له امله وچ شوي دي.
انديال پژواک ته وويل:((مخکې کلونوکې هم موږ دغسې مېلې وکړې، پروګرامونه مو جوړل کړل او ونې مو کېنولې، خو وروسته يې پالنه ونه شوه او هغه ټولې وچې شوې. زموږ غوښتنه دا ده چې د دې ونو پالنه دې وشي، راتلونکې کې دې سرسبزه سيمه ترې جوړه شي، دا د تفرېح لپاره هم ښه ځای دی.))
يو بل ځوان نقيب ملکزی وايي چې په ګردېز کې د ځوانانو د ناستې، مېلې او تفرېح لپاره ځای نه شته او په کار ده چې د بېلابېلو وختونو د مېلو لپاره دا سيمه په سم ډول جوړ شي.
ملکزي وويل:((موږ په ګردېز کې د تفرېح ښه ځای نه لرو او دا ډېر مناسب ځای دی چې د ولايت د رهبري، ښاروالي او زراعت رياست له خوا انتخاب شوی دی. دلته بايد ښه سرسبزه او د مېلو ځای جوړ شي، چې خلک او ځوانان مو بيا دلته د تفرېح لپاره راشي.))
د عبدالله پکتين په نامه بل ځوان پژواک ته وويل، چې د سولې په نوم د داسې يوې زرغونې او تفريحي سيمې جوړول د سولې په اړه سمبوليک ذهنيت لېږدوي او ټينګار کوي چې وسله وال طالبان دې له جګړې لاس پر سر او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره دې سياسي مبارزه پيل کړي.
پکتين وايي چې په هېواد کې د سولې ټينګښت د ورته زرغون باغ په مانا ده چې ټول خلک به په هر ځای کې ارام او خوښ وي.
دی وايي:((د خلکوهيله مندي هغه وخت زياتيږي، چې د سولې نښه ورته ښکاره شي يانې اوربند وشي؛ اوس خو يوازې سترګې په لار دي. که اوربند وشي، خلکو ته به ډېره لويه هيله او تمه پيدا شي.))
د ګردېز ښاروال عصمت الله خالد پژواک ته وويل چې اوسمهال په دې ځای کې شاوخوا دوه زره نيالګي کېنوي، چې ډېری يې زينتي دي او راتلونکي کې به دا ځای کرار، کرار پراخ کړي.
خالد وايي چې د بوټو د پالنې او د ياد ځای د ښه جوړولو لپاره يې اسانتياوې په پام کې نيولې او ځينې کسان يې ورته ګومارلي دي.
نوموړي زياته کړه :((دې ځای کې د اوس لپاره شاوخوا ۲۰۰۰ بوټي کرو، د بوټو شمېر مو ځکه کم کړی چې بيا يې پالنه هم وکړو؛ ځکه پالنه يې ډېره مهمه ده. دا به انشاالله په تفريح ځاى بدل شي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن