ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد ښار کې بلې چاودنې پنځه ملکي وګړي ټپيان کړل

جلال اباد ښار کې بلې چاودنې پنځه ملکي وګړي ټپيان کړل

author avatar
7 Apr 2019 - 14:11
جلال اباد ښار کې بلې چاودنې پنځه ملکي وګړي ټپيان کړل
author avatar
7 Apr 2019 - 14:11

جلال اباد (پژواک، ١٨ ورى ٩٨) : له پرون راهيسې په جلال اباد ښار کې پنځمه چاودنه وشوه، چې له امله يې پنځه نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د وري په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن تر غرمې مخکې د جلال اباد ښار د لومړۍ امنيتي حوزې اړونده سيمه کې د فوايد عامې رياست پر موټر شوې ده.

هغه وايي، په دې چاودنه کې پنځه ملکي وګړي ټپيان شوي چې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي هم چاودنه تاييد کړه او ويې ويل چې په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.

له پرون راهيسې دا په جلال اباد ښار کې پنځمه چاودنه وه، چې په کې ډېرى عامو وګړو ته مرګ ژبله اوړي.

پرون سهار لومړۍ د سرحدي پوليسو پر موټر چاودنه وشوه، چې له امله يې دوه پوليس ټپيان شول، ورپسې بيا په څلورمه ناحيه کې لومړۍ په يوه رېکشاه کې چاودنه وشوه، چې له امله يې دوه ښځې ووژل شوې، کله چې خلک او پوليس د پېښې ځاى کې راټول شول، نو بله چاودنه  وشوه.

د والي وياند پرون ويلي و چې په دواړو چاودنو کې د دوو ښځو په ګډون درې کسان وژل شوي او ١٩ نور ټپيان شوي چې اته تنه يې پوليس وو.

ددې چاودنو مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.