ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

داوودزى: د قطر غونډه کې د افغان دولت مشترک ټيم او پلاوى ګډون کوي

داوودزى: د قطر غونډه کې د افغان دولت مشترک ټيم او پلاوى ګډون کوي

author avatar
7 Apr 2019 - 19:05
داوودزى: د قطر غونډه کې د افغان دولت مشترک ټيم او پلاوى ګډون کوي
author avatar
7 Apr 2019 - 19:05

کابل (پژواک، ١٨ ورى ٩٨): د سولې عالي شورا د درالانشاء مشر وايي، تر راتلونکو درې ورځو پورې به د مصالحې عالي شورا د سولې په تړاو د سرو کرښو مسودې، د دې شورا د غړو نهايي لېست او هم يې د صلاحيتونو او مسووليتونو حدود وټاکل شي.

د روغې جوړې يا مصالحې د عالي شورا د رهبرۍ لومړۍ غونډه نن په ارګ کې د ملي وحدت د حکومت چارواکو، يو شمېر جهادي مشرانو، د سوداګرو او ښځو استازو په ګډون جوړه شوه.

سرچينې وايي چې د ولسمشر غني په مشرۍ په دې غونډه کې د سولې مذاکرې پلاوي د غړو په ټاکلو او د قطر د ناستې د ګډون کوونکو په اړه خبرې وشوې.

د سولې عالي شورا د درالانشاء مشر محمد عمر داوودزي نن مازيګر په خبري ناسته کې وويل، د مذاکرې ډلې د غړو د ټاکلو په اړه پرېکړه وشوه چې شمېر به يې يو څه نور هم زيات شي او په دې اړه به د سولې عالي شورا د مشر کريم خليلي په مشرۍ يوه کمېټه کار کوي.

ده زياته کړه، دغه راز يوه بله کمېټه چې د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش او څو نور کسان په کې دي، د ياد شوي ټيم د صلاحيتونو او مسووليتونو حدود به ټاکي او د دندو لايحې طرزالعمل به جوړوي.

د هغه په وينا، يادې شوې دواړو کمېټې به خپلې پيشنهادي طرحې راتلونکې غونډې ته چې د وري په ٢١مه د چهارشنبې په ورځ به ترسره شي، وړاندې کوي او هلته به ورباندې تر بحث وروسته پرېکړه کېږي.

داوودزى وايي، دا چې قطر هېواد کې به څه وخت غونډه کېږي او ياد شوى پلاوى به څه وخت ځي، هغه به هم د چهارشنبې د ورځې له غونډې وروسته په ډاګه کېږي.

خو دى زياتوي: "قطر ته دا ځل ځو، مشترکا ځو، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له اړخه مشترک ټيم او هيات به ځي، خو اينده مجالس به په قطر کې نه وي، په نورو ملکونو او ادرسونو کې به وي. خو اوس به په قطر کې د دواړو خواوو ترمنځ تبادل نظر کېږي او تعارف به يو له بل سره کوي."

تمه ده چې د سولې په تړاو د قطر غونډه په راتلونکو څو اوونيو کې جوړه شي.

داوودزى دغه راز وايي چې د دې شورا د وياندۍ چارې ده ته ور سپارل شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.