د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

نظر پوښتنه : ٧٩ سلنه خلکو د اسلامي ثقافت مضمون ملاتړ کړى

نظر پوښتنه : ٧٩ سلنه خلکو د اسلامي ثقافت مضمون ملاتړ کړى

Apr 07, 2019 - 15:13

کابل (پژواک، ١٨ ورى ٩٨) : د پژواک خبري اژانس له خوا په يوه نظر پوښتنه کې له نږدې ١٤ زرو کسانو څخه لس زره (٧٩) سلنه په پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت د مضمون د تدريس ملاتړ کړى دى.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ستراتېژيکو مطالعاتو مرکز له خوا تېره اوونۍ په يوه خپور شوي تحقيق کې ادعا شوې وه، چې په پوهنتونونو او د زده کړو مرکزونو کې د اسلامي ثقافت مضمون د سخت  دريځۍ او افراطيت لامل شوى دى.

دغه تحقيق چې د رامين کمانګر په نامه د يو تن له خوا شوى، چې بيا په کتابي بڼه هم خپور شوى، په کې د يو شمېر پوهنتونونو له ٣٧٣ محصلينو څخه پوښتنې شوې وې.

په دې تحقيق کې دغه راز ادعا شوې چې د ثقافت مضمون د استادانو له خوا ډېرى مهال د خلافت اسلامي او امارت اسلامي په اړه درس ورکول کېږي.

پژواک خبري اژانس په خپله فېسبوک پاڼه کې چې تر يو نيم ميليون زيات مينه وال لري، په دې اړه پرون نظر پوښتنه کړې وه، چې خلک د ياد تحقيق له موندنو سره موافق دي که مخالف؟

په ٢٤ ساعتونو کې نږدې ١٤ زره کسانو په دې اړه رايه ورکړې ، چې د فېسبوک د معلوماتو له مخې، شاوخوا لس زره کسانو (٧٩) سلنه يې د ياد تحقيق مخالفت او نږدې څلور زره کسانو (٢١) ورسره موافقه ښودلې ده.

دغه رز ٦٨٢ کسانو پر يادې موضوع بېلا بېل ډول نظرونه ورکړي چې موږ يې دلته د بېلګې په توګه څو نظرونه خپروو.

د ميثاق اميرزي په نامه يوتن د پژواک پر پوسټ ليکلي: (( په اسلامي ثقافت کې افراطيت نشته. اسلامي ثقافت خلکو ته اسلامي زده کړې ورکوي، نه افراطيت. اسلام د سولې او امن دين دى،  نه د افراطيت.))

د سلطان شاه صفري په نامه يو بل تن ليکلي : (( د اسلامي ثقافت مضامين موږ ته د اسلام اصل فهم لکه اسلامي تمدن، اسلامي اخلاق، نبوي سيرت، قران پوهنه، د اسلام سياسي ، اقتصادي او اخلاقي نظام راښيي. زه چې له مکتب څخه پوهنتون ته لاړم، ديني درسونه مې نه و لوستي، دين مې په همدې ثقافتي مضامينو کې زده کړ.))

لطيف الله قمري بيا وايي : (( موږ په اسلامي ثقافت کې د اسلامي نړۍ ليد لولو چې محصل ته د ټولو غربي نړۍ ليدونه فکري ضعف څرګندوي. په ډاډ يې وايم که له عصري پوهنځيو د اسلامي ثقافت لوست څنډې ته شي نو سيکولران په فکري جګړه کې سل په سله کاميابېږي،
اسلامي ثقافت موږ ته د ژوند کولو روشونه راښيي.))

د فرهاد عاقب په نامه يو تن ليکلي، د نيوزيلينډ پر جوماتونو بريدونو کې چې ٥٠ مسلمانان ووژل شول، ايا بريدګر يې اسلامي ثقافت لوستى و؟ که چېرې غواړئ چې نړۍ له جګړې عاري وي، بايد اسلامي ثقافت ولوستل شي.

احسان الله رحماني هم د ياد تحقيق ادعاوې رد کړي او وايي، د هر مضمون درسي مفردات معلوم دي، داسې نه ده چې د ثقافت اسلامي تر عنوان لاندې د چا چې هر څه زړه وي هغه تدريس کړی.

د پوهنتون استادان او څېړونکو  هم د ياد تحقيق له موندونو سره موافق نه دي او په پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت مضمون تدريس کول اړين بولي.

دوکتور احسان الله کاکړ چې د کابل په بېلا بېلو خصوصي پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت مضمون تدريس کوي وايي، په دې مضمون کې محصلينو ته د اسلام لومړۍ زده کړې او د اسلام بېلا بېل نظامونه تدريس کېږي، د افراطيت په اړه په کې هېڅ نشته .

هغه پژواک اژانس ته وويل، په خصوصي پوهنتونونو کې هم د اسلامي ثقافت هغه مضمون تدرسيږي چې د کابل دولتي پوهنتون کې کېږي.

کاکړ وايي،په دې مضمون کې لمونځ، عقايد،د الله(ج) وحدانيت،د اسلامي سياسي، اقتصادي، اجتماعي او اخلاقي نظام تدرسېږي او هېڅ داسې څه په کې څه نشته، چې محصلين افراطيت ته وهڅوي.

د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فيض محمد ځلاند بيا وايي، اسلامي ثقافت يواځينى مضمون دى، چې د پوهنتون په کچه د محصلينو د شخصيت جوړونې، د هغوى پرمختګ ، هوساينې کې رول لري، د هغوى د اسلامي او افغاني ارزښتونو ساتنه  کوي.

هغه پژواک ته وويل، لوړې زده کړې د ځوانانو د شخصيت جوړونې مرکزونه دي، په ټوله نړۍ کې هېوادونه او دولتونه يې هڅه کوي، محصلين داسې وروزي چې د خپل هېواد ارزښتونه وپالي .

ځلاند وايي، دا يواځينى مضمون دى چې نورو هېوادونو او ملتونو سره سيال او اوږه په اوږه پرمختګ ته لاره هواروي.

د نوموړي په وينا، اوس که په دې مضمون کې ځينې عناوين تکراري وي، ځينې ټيټ وي، ځينې لوړ وي دا بايد برابر شي، څو د ځوانانو شخصيت جوړولو کې رول او کردار ولوبوي.

د کابل پوهنتون دغه استاد وايي، ددې مضمون بندول نه يواځې له ځوانانو سره ظلم دى، بلکې د ځوان شخصيت د ړنګولو او د بې فرهنګ کولو او دافغانستان د ملي ارزښتونو پر خلاف حرکت دى، څوک چې ورته لمن وهي، غواړي ځوانان له خپلو ارزښتونو څخه بې برخې پاتې شي.

د کابل پوهنتون بل استاد اسد وحيدي بيا وايي، لومړى بايد افراطيت واضح شي، ځکه چې تر اوسه يې په اړه واضح تعريف نشته، په دې اړه د خلکو او عالمانو ترمنځ اختلاف دى.

د هغه په وينا، که چېرې په قراني اياتونو عمل او سم تشريح ته سخت دريځي ويل کېږي،  دا نو بيا جلا بحث دى.

ده پژواک ته وويل: (( ما چې تقريباً لس کاله وړاندې په کابل پوهنتون کې اسلامي ثقافت لوستى داسې څه مې نه دي ليدلي چې په کې سخت دريځي وي، ځينې کسان د اسلام له مفهوم، نظام وغيره سره مشکل لري.))

د وحيدي په وينا، په دې مضمون کې هېڅ ډول سخت دريځي نشته، دا د ټولو مسلمانانو او افغانانو حق دى چې له اسلام او اسلامي ثقافت څخه سم خبر شي.

دى وايي، دا ښه خبره ده چې محصلين د اسلام په اصلي معنى او مفهوم پوه شي.

د چارو څېړونکى نعمان دوست  وايي، په اسلامي ټولنه کې دين اصل دی، ستونزه په کې نشته، ستونزه تعبير او تفسير رامنځ ته کوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، څوک چې د اسلامي ثقافت مخالف دي، بايد وپوښتل شي، کومه برخه يې سخت دريځۍ ته لاره هواروي؟ که دليل قناعت کوونکى و، بيا په حقه دي او که نه نو بې ځايه مخالفتونه چندان کار نه دی.

دوست وايي، هر مضمون چې تدريس کېږي، بايد دقيق انتخاب شي او استادان خپلو مشخصو اغراضو ته تبليغ ونه کړي. اسلام د سولې دين دی. د ورورګلوۍ دين دی. د ابادۍ دين دی، د ګذشت او تحمل دين دی.

دى زياتوي: (( نن سبا زموږ ټولنه همدغو اړخونو ته ډېره اړتيا لري، نو په کار ده چې همدغه مسايل تدريس شي. کله چې محصل پوهنتون څخه فارغ شو، هغه کولای شي هره برخه کې مطالعه وکړي او د درک کچې يې دې حد ته ورسيږي چې د چا د اغراضو قرباني نه شي.))

داجراييه رياست سلاکار پاينده حکمت وايي چې اسلامي ثقافت د ټولنې له مهمو اساساتو څخه دی او په کار ده چې د حالاتو مطابق پر اعتدال ولاړ بدلونونه په کې راوړل شي.

ده پژواک ته وويل، هغوى چې له نصوصو سم تعبير نه کوي مقصر همدوى دي نه دثقافت مضمون ، کوم کسان چې له دغه مضمون سره مخالفت لري، فکري ناروغان دي

ديني عالم مولوي عبدالرحمن نيازى وايي، د اسلامي ثقافت پر ضد نظريات له اسلام او مسلمانانو سره علني دښمنۍ په معنى ده، ددغسې خلکو هدف يواځې دکفري اهدافو پلي کول او پيسو حصول دي.

هغه د افغانستان پر علماوو، د پوهنتونونو پر استادانو، ليکوالانو او په عامو مسلمانانو غږ کوي، چې د دا ډول کړيو مخه ونيسي او پرې نږدي  هېواد په يو بل خطرناک بحران کې ښکېل شي .

د افغانستان د علماوو ټولنې (نهضة العلماء) هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ياد تحقيق رد او دا يې غندلى دى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement