ایبک (پژواک، ۱۸ وری ۹۸): په سمنګان کې د ملخانو له منځه وړلو دو نیم میاشتینی کمپاین نن پیل شو چې په ترڅ کې به یې نږدې لس زره هکتاره ځمکه له دې زیان رسونکې حشرې څخه پاکه شي.
د سمنګان د کرنې او مالدارۍ ریاست د نباتاتو ساتنې مدیرګلاب الدین غیاثي د دې مطلب څرګندولو ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې ملخانو تېرکال د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې هګۍ اچولې دي.
هغه زیاته کړه چې ملخان له تېرې یوې اوونۍ راهيسې د سمنګان مرکز په بېلابېلو سیمو او د دره صوف پایین او حضرت سلطان په ولسوالیو کې را څرګند شوي دي.
نوموړي وویل چې د دې کمپاین پرمهال به د موظفو ډلو له لوري د حشرې ضد ۸۰۰۰ ليتره درمل وکارول شي.
هغه د دې حشرې د ژوند موده ۶۰ ورځې وبلله او ویې ویل، که له ملخانو سره مقابله و نه شي، ښايي میلیونونه ملخان، پر کښتونو برید وکړي او کرنیز حاصلات له منځه یوسي.
د سيمې اوسېدونکي د کمپاین له پیل څخه خوښ دي.
د ایبک تایخونک کلي اوسېدونکي شمس الدین د ملخانو پر ضد له یاد کمپاین څخه د خوښي څرګندولو ترڅنګ وویل چې له تېرو لسو ورځو راهیسي ملخان راڅرګند شوي او له ورشوګانو ځانونه تغذیه کوي.
د هغه په خبره، که له ملخانو سره مقابله و نه شي، پر کروندو برید کوي او له منځه یې وړي.
د حضرت سلطان ولسوالۍ الشه کلي اوسېدونکي عبدالرحمن وویل چې نن لس موظف کسان د درمل پاشلو له لس پمپونو او د ملخانو ضد کافي اندازه درملو سره کلي ته رارسېدلي او د ملخانو په له منځه وړلو یې پیل کړی دی.
هغه زیاته کړه: ((که مبارزه ګټوره تمام نه شي، زموږ کښتونه له منځه وړي او ان څړځایونه به هم زیانمن کړي او خلک به له ستونزو سره مخ شي.))
له ملخانو سره د مبارزې کمپاین هر کال په دې ولایت کې ترسره کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن