ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جمعه خان همدرد مؤقت حکومت رد خو د سرپرست حکومت ملاتړ يې وکړ

جمعه خان همدرد مؤقت حکومت رد خو د سرپرست حکومت ملاتړ يې وکړ

author avatar
8 Apr 2019 - 17:20
جمعه خان همدرد مؤقت حکومت رد خو د سرپرست حکومت ملاتړ يې وکړ
author avatar
8 Apr 2019 - 17:20

مزارشريف ( پژواک، ۱۹ورى ۹۸) : د حزب اسلامي د رهبري شورا غړي جمعه خان همدرد د سولې په خاطر د بن په څېر مؤقت حکومت جوړېدو سره مخالفت وکړ.

هغه چې نن د وري په ١٩مه،په مزار شريف ښار کې د بلخ، سمنګان او جوزجان اوسېدونکو لويې غونډې ته  خبرې کولې، له خلکو وغوښتل چې د حکومت تر شا ودرېږي.

ياده غونډه ، ولسي جرګې ته له بلخ څخه د بريالي شوي وکيل ګل رحمان همدرد له خوا له خلکو د مننې په پار جوړه شوې وه.

د حزب اسلامي د رهبري شورا غړي جمعه خان همدرد له خلکو مننه وکړه، چې د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې يې د پراخو ستونزو با وجود بيا هم ګډون وکړ.

هغه وويل، نور د زور، زر او ټوپک دوره ختمه شوې او خلک په ولايتي شورا او ولسي جرګه کې د خپلو استازو په وسيله خپلو حقونو ته رسېدلای شي.

نوموړي زياته کړه، د بلخ د تېرو اتلسو کلونو روان مصيبت ته په ولسي جرګه کې د خلکو د رښتيني غږ له لارې د پای ټکی کېښودای شي.

د همدرد په خبره، له تېرو اتلسو کلونو راهيسې د شمال زون نهه ولايتونه د يوې مشخصې کړۍ او حزب  په لاس کې دي.

نوموړی وايي، يادې کړۍ قانون په لاس کې اخيستی و او هر هغه څه يې چې زړه غوښتل ترسره کول يې.

د همدرد په وينا، پنځه کاله وړاندې يې د ولسمشر غني ټيم ته په همدې خاطر کمپاين کړی و، چې خلک به په شمال کې له شته بې عدالتيو او ناخوالو ژغوري.

نوموړي زياته کړه چې په شمال کې د حزب اسلامي له غړو سره په تېره يوه نيمه لسيزه کې ډېر ظلمونه شوي.

همدرد وايي : (( يو ۸۵ کلن سړی په دې خاطر لس کاله په زندان کې اچول شوی و، چې هغه د حزب اسلامي غړيتوب درلود، همدا ډول لسګونه او سلګونه نورې بېلګې هم شته، چې خلک ځورول شوي دي)).

د هغه په خبره، حکومت ورته څو ځله پر لوړو څوکيو د دندې ترسره کولو وړانديز کړی؛ خو د ده له خوا رد شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.