ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني ښځينه ژورنالېستانې د مسوولينو له دوه ګوني چلنده شکايت کوي

د غزني ښځينه ژورنالېستانې د مسوولينو له دوه ګوني چلنده شکايت کوي

author avatar
8 Apr 2019 - 16:42
د غزني ښځينه ژورنالېستانې د مسوولينو له دوه ګوني چلنده شکايت کوي
author avatar
8 Apr 2019 - 16:42

غزني (پژواک، ١٩ ورى ٩٨) : په غزني ولايت کې ښځينه خبريالانې وايي چې د توپيري چلند او  معاش نه ورکولو ترڅنګ له ګڼ شمېرستونزو سره مخ دي.

غزني يو له نا امنه ولایتونو څخه دى چې تېر کال پر دغه ولايت وسله والو طالبانو څو ځلې  ډله ييز بريدونه وکړل ، چې د نورو برخو ترڅنګ رسنيو ته هم په کې مالي او ځاني زيانونه واوښتل.

د معلوماتو له مخې، پخوا د غزني په رسنيو کې  ۱۳ ښځينه وو دندې درلودې، چې اوس  يې ډېرى دندې پرېيښې دي.

په غزني کې يوه سيمه ييزه خبریاله تبسم وايي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې په يوه ځايي رسنۍ کې کار کوي، خو لا يې هم ورته میاشتنی معاش نه ده ورکړل شوى.

هغې پژواک اژانس ته وويل :” څه وخت يې معاش راکاوه، خو وروسته يې بند کړ، ويل يې بوديجه نشته اوس هم معاش نشته خو دا چې له ژورنالېزم سره مې مينه ده، خپل کار ته دوام  ورکوم. “

تبسم وايي،کورنۍ ستونزې يې هم د کارونو مخه نیولې خپل خپلوان يې اجازه نه ورکوي چې رسنیو کې دنده ولري او غږ يې پردي خلک واوري .

دې زياته کړه :” خپلوان مې هره ورځ زما مورته وايي چې دې ته اجازه مه ورکوه، ځکه بیا يې  خلک غږ اوري، مور مې  راته وايي، چې د خلکو له پېغورونو شرمېږو. “

مژده نوري چې پخوا يې د غزني په ملي راډیو کې دنده ترسره کوله او اوس يې دنده پرېيښې ده، وايي چې یو شمېر ادارو کې له ښځینه خبریالانو سره ښه چلند نه کېږي.

هغه وايي، د غزني په څېر نا امنه ولايت کې ښځې له رسنيو سره د دندو ترسره کولو جرئت کوي، خو بيا د مسوولينو له ناسم او دوه ګوني چلند سره مخ کېږي او له کاره يې زړه توروي.

دې زياته کړه : ” د نارينه خبريالانو په پرتله ښځينه وو ته کم معاش ورکول کېږي.”

د مېرمن نوري په وينا، په کابل کې د خبريالانو په نامه جوړې شوې ټولنې تر اوسه له دوى سره هېڅ  ډول اړيکه نه ده  نيولې.

په غزني کې د ښځينه خبریالانو د کمېټې مشره خدیجه اشرفي وايي، په غزني ولایت کې ښځینه خبریالانې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، چې له امله يې دوى نه شي کولى خپلې دندې په سمه توګه پرمخ بوځي.

هغې پژواک اژانس ته وويل :” موږ معاش نه لرو، په رسمي بستونو کې جندر نه مراعات کېږي رسنۍ چې هروخت يې زړه وغواړي له دندې يې لرې کوي. “

مېرمن اشرفي وايي، غزني کې یو شمېر رسنۍ شته چې ښځینه کارکوونکو ته هېڅ معاش نه ورکوي اویا هم که معاش ورکوي په دومره کمه اندازه وي، چې ددوى ستونزې پرې  نه هوارېږي.

د نوموړې په وينا، غزني کې سنتي ستونزه لا هم شته چې ښځینه خبریالانې ترې کړیږې او خپلوان يې نه پریږدي چې دوى دې په رسنۍ کې دنده ترسره کړي ، اړوندې ادارې باید د ښځینه خبریالانو ستونزو ته رسیدګي وکړي.

په غزني کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر جمیل وقار وايي، د دوى ادارې تل هڅه کړې، چې د نورو خبریالانو ترڅنګ دښځینه خبریالانو ستونزو ته هم رسیدګي وکړي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، په دې وروستیو کې د نورو ولایتونو ترڅنګ په غزني کې هم زیاتره شخصي رسنۍ له اقتصاد بحران سره مخ دي او دومره ظرفیت نه لري چې ټولو کارکوونکو ته په خپل وخت معاش ورکړي .

وقار وايي : “داچې له دومره ناامنۍ سره سره ښځینه خبریالانې دندې ترسره کوي دا هم په رسنیو کې یوه لاسته راوړنه ده . “

د نوموړي په وينا، دخبریالانو اړوند ټولو ادارو سره يې خبرې پیل کړي ترڅو په غزني کې دښځینه خبریالانو ستونزو ته پاملرنه وکړي.

په غزني کې د یوې شخصي راډیو د نشراتو مسوول رحمت الله مرجانخېل وايي، چې پر ښار تر بريده وروسته رسنۍ هم له سخت اقتصادي بحران سره مخ شوې دي .

هغه پژواک ته وويل،څه زیانونه د برید پر مهال ورته واوښتل او څه زیانونه بیا د سوداګريزو اعلاناتو د نه شتوالي له امله ورته اوښتي دي.

نوموړی وايي چې د غزني وضیعت اوس هم نورمال نه ده او له دې سره زیاتره سوداګرو خپل کارونه په غزني کې په ټپه درولي دي.

ده زياته کړه : “پخوا که بهرني عواید نه وو خو دغزني اعلانات به وو اوس هغه هم نشته موږ حیران یو چې څنګه د برېښنا پیسې برابرې کړو، د کارکوونکو معاشونه خو جلا موضوع ده. “

د غزني د  اطلاعات او کلتور ريیس بشیر محمدي هم په غزني کې دښځینه خبریالانو ستونزې منې او وايي چې دغه ستونزې په دې وروستیو کې زیاتې شوې دي .

هغه پژواک ته وويل، ښځینه خبریالانو ته معاش نه ورکول، له دوى سره توپیري چلند، پر دوى زیات کار کول او یا هم په رسمي بستونو کې نه نیول هغه ستونزې دي چې دوى ورسره مخ دي.

د نوموړي په وينا، ددې ستونزو د هواري لپاره دوى يوه کمېټه جوړه کړې  ترڅو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره یو ځاى یوې سمې پرېکړې ته ورسیږي .

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي چې د غزني ولایت مقام له خبریالانو سره په هره برخه کې ولاړ دى او تل يې دښځینه خبریالانو لاس نیوی کړی دى.

د نوموړي په وينا، پر ښار تر بريده وروسته یوشمېر ځايي رسنۍ زیانمنې شوې او ورته مالي زیانونه اوښتي دي .

نوري وايي چې د غزني امنیت په دې وروستیو کې ښه شوى او خلکو ته يې ډاډ ورکړ چې خپلې دندې دې له کومې وېرې پرته پر مخ يوسي.

په غزني کې نه يوازې ښځینه خبریالانې په سختو شرایطو کې دندې پر مخ وړي، بلکې نور خبریالان يې هم له ستونزو سره مخ دي او په کابل کې د خبریالانو په نوم جوړ شویو بنسټونو تراوسه ورسره په هیڅ کومه لاره کې مرسته نه ده کړې.

په کابل کې د ښځينه ژورنالېستانو د ټولنې مشرې مېرمن فريدې نېکزاد هم په غزني د ښځينه خبريالانو پر روان وضعيت اندېښنه وښوده.

هغې پژواک ته وويل، په دې اړه يې پلټنې او څارنې پيل کړې دي، له اړوندو مسوولينو سره يې خبرې کړې دي، څو له هغوى سره له دوه ګوني چلند څخه لاس واخيستل شي.

مېرمن نېکزاد وايي، چې د ټولنې يوه استازې چې د غزني لپاره يې ټاکلې وه، هلته د ځينو کسانو له خوا ګواښل شوې وه او دا موضوع يې  د رسنيو او حکومت ګډې کمېټې سره شريکه کړې ده.

دې زياته کړه، معلوماتو ته لاسرسى ډېر ستونزمن دى، دغه راز په غزني کې دوه ګوني چلند هم  ستونزې ډېرې کړې دي.

Visits: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.