ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ښار ۳۴۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې

د کندهار ښار ۳۴۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې

author avatar
8 Apr 2019 - 19:10
د کندهار ښار ۳۴۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې
author avatar
8 Apr 2019 - 19:10

کندهار (پژواک، ۱۹ وری ۹۸): د کندهار ښار په شپږمه ناحیه کې د اوبو د یوې شبکې په جوړولو ۳۴۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې.

د اوبو دغه شبکه نن د ولایتي چارواکو له خوا پرانیستل شوه.

د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب پژواک خبري اژانس ته وویل، د څښاک د پاکو اوبو دغه شبکه د شپږمې ناحیې د چهاردېوال په سیمه کې د یونیسف ادارې او د کلیو د پراختیا وزارت له خوا د ۴ میلیونه ۸۹۲ زره ۲۸۰ افغانیو په لګښت د اوو میاشتو په موده کې بشپړه شوې ده.

هغه زیاته کړه، په سولر برېښنا سمبال د اوبو دغه شبکه ۴۰ زره لېټره اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري چې د دغې سیمې ۳۴۰ کورنیو ته د څښاک صحي اوبه برابروي.

دی وايي، ولایتي اداره غواړي د کندهار ښار ټولو ناحیو ته په متوازنه توګه د پاکو اوبو نلونه وغځوي.

خو له ده خلکو غوښتنه وکړه چې د اوبو په کارولو کې سپما وکړي، د غیر معیاري څاګانو او برمو له وهلو ډډه وکړي، ځکه تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ټیټه شوې ده.

د چاردېوال سیمې اوسېدونکي وايي، خوښ دي چې له کلونو وروسته یې کورونو ته د څښاک د پاکو اوبو نلونه غځول شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي حاجي عبدالرحیم پژواک خبري اژانس ته وویل، تر دې وړاندې خلک د څښاک اوبو په برخه کې له سختو ستونزو سره مخامخ وو.

دی زیاتوي، هغو چې وس یې درلود، په کورونو کې ژورې څاګانې کېندلې وې، خو هغو چې وس نه درلود، له لرې ځایونو یې د څښاک اوبه راوړلې.

نوموړی د دغې پروژې په پلي کېدو خوښي ښيي او وايي، اړوندې ادارې دې په دغه سیمه کې نورو خدماتو ته هم پاملرنه وکړي.

په کندهار ښار کې د څښاک پاکو اوبو ته نه لاسرسی جدي ستونزه ده.

د کندهار د اوبو رسولو اداره توانېدلې یواځې د دې ښار ۱۵ سلنه وګړو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.