کابل (پژواک، ١٩ ورى ٩٨) : د پاکستان حکومت د تورخم – جلال اباد دويم سړک د پاتې کارونو بشپړولو په موخه ٥٠٠ ميليونه کلدارې منظورې کړې دي.
شاوخوا لس کاله مخکې د تورخم-جلال اباد دويم لين سړک چارې د پاکستانۍ ساختماني کمپنۍ له لوري پيل شوې وې، چې په تېرو څو کلونو کې يې چارې تر نيمايي زياتې بشپړې شوې وې، خو وروسته يې چارې په ټپه ودرېدلې .
څو ځله د پاکستان لوړ پوړو چارواکو د ياد دويم لين سړک د جوړېدو ژمنې وکړې ، خو تر اوسه پورې کوم عملي اقدام نه دى شوى، پنځه کاله مخکې د پاکستان د هغه مهال د ماليي وزير اسحاق ډار د ياد سړک ددويم ځل لپاره چارې پيل کړې، خو بيا يې کارونه ودرېدل.
په کابل کې د پاکستان سفارت وايي، چې د دوى د حکومت د کابينې د ماليې وزارت اړونده د اقتصادي همغږۍ کمېټې په ځانګړې غونډه کې د ياد سړک د پاتې کارونو د بشپړولو لپاره ٥٠٠ ميليونه کلدارې (شاوخواو ٢٧٠ ميليون افغانۍ )منظورې کړې دي.
سرچينې زياته کړې، چې دا پيسې له هغو مرستو څخه دي، چې د پاکستان د لومړي وزير دفتر له خوا د افغانستان د بيارغونې لپاره ځانګړې شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، ددې سړک د کارونو له بشپړېدو سره ددواړو هېوادونو، خلکو او سوداګرو ته ګټې ورسېږي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ به ورسره سوداګري هم پراختيا ومومي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د پاکستان د يادې پرېکړې د هرکلي ترڅنګ له هغوى وغوښتل، چې په وخت سره ددې سړک د جوړولو چارې بشپړې شي.
ده زياته کړه چې ددې سړک چارې د بېلا بېلو پلمو له امله پاکستان ځنډولې وې، چې دوى ته د منلو وړ نه وې.
نوموړي پاکستان ته ددې سړک د کارونو په بشپړولو کې د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.
تېر کال په جلال اباد کې د پاکستان کونسل ويلي و چې ددې سړک پاتې کار به په درېيو مياشتو کې بشپړ شي، خو دا دى يو کال تېر شو او کار لا نه دى پيل شوى .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن