د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

جمعه خان همدرد مؤقت حکومت رد خو د سرپرست حکومت ملاتړ يې وکړ

جمعه خان همدرد مؤقت حکومت رد خو د سرپرست حکومت ملاتړ يې وکړ

Apr 08, 2019 - 17:20

مزارشريف ( پژواک، ۱۹ورى ۹۸) : د حزب اسلامي د رهبري شورا غړي جمعه خان همدرد د سولې په خاطر د بن په څېر مؤقت حکومت جوړېدو سره مخالفت وکړ.

هغه چې نن د وري په ١٩مه،په مزار شريف ښار کې د بلخ، سمنګان او جوزجان اوسېدونکو لويې غونډې ته  خبرې کولې، له خلکو وغوښتل چې د حکومت تر شا ودرېږي.

ياده غونډه ، ولسي جرګې ته له بلخ څخه د بريالي شوي وکيل ګل رحمان همدرد له خوا له خلکو د مننې په پار جوړه شوې وه.

د حزب اسلامي د رهبري شورا غړي جمعه خان همدرد له خلکو مننه وکړه، چې د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې يې د پراخو ستونزو با وجود بيا هم ګډون وکړ.

هغه وويل، نور د زور، زر او ټوپک دوره ختمه شوې او خلک په ولايتي شورا او ولسي جرګه کې د خپلو استازو په وسيله خپلو حقونو ته رسېدلای شي.

نوموړي زياته کړه، د بلخ د تېرو اتلسو کلونو روان مصيبت ته په ولسي جرګه کې د خلکو د رښتيني غږ له لارې د پای ټکی کېښودای شي.

د همدرد په خبره، له تېرو اتلسو کلونو راهيسې د شمال زون نهه ولايتونه د يوې مشخصې کړۍ او حزب  په لاس کې دي.

نوموړی وايي، يادې کړۍ قانون په لاس کې اخيستی و او هر هغه څه يې چې زړه غوښتل ترسره کول يې.

د همدرد په وينا، پنځه کاله وړاندې يې د ولسمشر غني ټيم ته په همدې خاطر کمپاين کړی و، چې خلک به په شمال کې له شته بې عدالتيو او ناخوالو ژغوري.

نوموړي زياته کړه چې په شمال کې د حزب اسلامي له غړو سره په تېره يوه نيمه لسيزه کې ډېر ظلمونه شوي.

همدرد وايي : (( يو ۸۵ کلن سړی په دې خاطر لس کاله په زندان کې اچول شوی و، چې هغه د حزب اسلامي غړيتوب درلود، همدا ډول لسګونه او سلګونه نورې بېلګې هم شته، چې خلک ځورول شوي دي)).

د هغه په خبره، حکومت ورته څو ځله پر لوړو څوکيو د دندې ترسره کولو وړانديز کړی؛ خو د ده له خوا رد شوی دی.

نوموړي له خلکو هم غوښتنه وکړه، چې د افغان حکومت ملاتړ وکړي؛ څو د زورواکو مخه ونيول شي.

د حزب اسلامي دغه غړي د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د خلکو د ګډون په موخه له خلکو مننه وکړه؛ خو همدا راز يې نيوکه وکړه، چې يو شمېر دولتي ملېشو د جعلي نا امنيو په جوړولو د خلکو د رايې ورکولو مخه ونيوله.

نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه چې د خپل حق اخيستو په موخه سړکونو ته راووځي.

همدرد وويل: (( په ولسونو مې غږ دی، چې سړکونو ته راووځئ، خيمې ووهئ او له ظالمانو خپل حق وغواړئ)).

هغه د بلخ په دولتي ادارو کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه، چې له باميان، دايکنډي او بدخشان څخه دې خلک راوستل شي او بلخ کې دې مقرر شي؛ دوی پرې اعتراض نه لري؛ خو په دې شرط چې عدالت تامين شي.

نوموړي زياته کړه، د بلخ ټولې دولتي او حتی شخصي ځمکې د يوې ځانګړې کړۍ له خوا غصب شوې دي.

د همدرد په وينا، د بلخ وضعيت نور د تحمل وړ نه دی او بايد د اصلاح لپاره يې جدي ګامونه واخيستل شي.

نوموړي د سولې روانې خبرې هيله بښونکې وبللې او زياته يې کړه، چې يو شمېر کړۍ دې د سولې پر وړاندې خنډ جوړولو په موخه ولسونه د سپر په توګه نه کاروي.

هغه وويل: (( امېدواري ځکه ډېره ده، چا چې جنګ کولو، هغوی نن سولې ته سره ناست دي، ولس هم د سولې تږی دی، هېڅ افغان به نه وي چې د سولې مخالفت دې وکړي، بدترينه سوله له جګړې غوره ده)).

همدرد همدا ډول د سولې خبرو په خاطر د بن په څېر موقت حکومت جوړېدو سره مخالفت وکړ او زياته يې کړه، چې د ورته حکومت په جوړېدو سره به ستونزې نورې هم زياتې شي.

هغه زياته کړه، چې په ۲۰۰۱ کال کې حکومت په اشخاصو، ډلو او احزابو وويشل شو، چې په وينا يې منفي پايله يې اوس خلک ګوري.

نوموړي همدا راز وويل، سوله هېڅ قيمت نه لري او که په دې برخه کې يو بې طرفه سرپرست حکومت جوړېږي؛ نو ډېر زيانمن به نه وي.

د هغه په خبره، د سرپرست حکومت په تشکيل کې بايد هغه کسان نه وي، چې د افغانستان په تېرو جګړو کې ښکېل وو.

جمعه خان همدرد غوښتنه وکړه، چې نامسوول وسله وال بايد بې وسلې کړای شي.

همدرد په اوسني وضعيت او د شته نا مسووله وسله والو په شتون کې د ولسمشريزو ټاکنو ترسره کولو له ستونزو ډک وبلل.

نوموړي په بلخ کې د حکومت وروستي اصلاحات وستايل او ملاتړ يې ترې وکړ.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement