ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغان ټيلي کام یو قرارداد د داوطلبۍ پایلې خلاف هندي شرکت ته ورکړل شوی

د افغان ټيلي کام یو قرارداد د داوطلبۍ پایلې خلاف هندي شرکت ته ورکړل شوی

author avatar
8 Apr 2019 - 19:17
د افغان ټيلي کام یو قرارداد د داوطلبۍ پایلې خلاف هندي شرکت ته ورکړل شوی
author avatar
8 Apr 2019 - 19:17

 کابل (پژواک، ١٩ وری ٩٨): د سیمکارتونو او سکریچ کارتونو د جوړېدو یو هوکړه لیک په داسې حال کې د «دولت له دولت سره» په نوم یوې هندي شخصي کمپنۍ ته ورکړل شوی چې د دې کمپنۍ نرخ د داوطلبۍ له ګټونکي شرکت څخه نهه برابر زیات دی.

 د تدارکاتو ملي ادارې د دارالانشا ریاست په هغه سند کې چې یوه کاپي یې پژواک خبري اژانس هم ترلاسه کړې ده راغلي، یاده پروژه د داوطلبۍ له نړیوالو قوانینو په استفادې د ۱۳۹۶ کال د تلې په اوومه د ۳۴ ورځو لپاره داوطلبۍ ته وړاندې شوې وه.

 سرچینه لیکي، د ۶۸ داوطلبو له ډلې اووه (د زیارمل زوی لوژیستیکي شرکت له ګلف سټار (JV) شرکت سره، د سن سکای ګلوبل د لوژیستیکي خدمتونو شرکت، سمارت ټچ Smart touch، د افغانستان میګا پلس شرکت، د Giececkeand Deverient شرکت، کلرپلس Color Plus شرکت او حمید پښتون شرکت) خپل غوښتنلیکونه وړاندې کړي او د ۱۳۹۶ کال د سلواغې په ۱۱مه د داوطلبۍ د پرانیستې په یوه ناسته کې ګډون وکړ.

 په سند کې راغلي: ((د افرونو له ارزونې (وړاندیزونه او بیې) وروسته، د حمید پښتون سوداګریز شرکت وړاندیز چې د بیو له مخې یې په درېیمه درجه کې ځای درلود، د ارزونې د ټاکل شوي پلاوي له خوا ګټونکی داوطلب اعلان شوی دی. د وړاندیز شوي داوطلب بیه په اټکلي توګه ۲۳،۳۹ سلنه ټیټه ده.))

د حمید پښتون شرکت د بریالیتوب دلایل

 یادې سرچينې لیکلي چې د زیارمل زوی لوژیستیکي شرکت وړاندیز، له ګلف سټار ساختماني شرکت سره چې د حميد پښتون شرکت په پرتله یې ټيټه بیه درلوده، خو افر یې د شرط پاڼې پر معیارونو برابر د سپارنې د فورم د نه لاسلیک کېدو، د ورته قرارداد د نه بشپړولو او د افر د تسلیمۍ د فورم د نه ډکولو له امله په لومړنۍ اروزنه کې رد شوی دی.

 دغه راز د یاد سند په متن کې راغلي، د «سن سکای ګلوبل» لوژیستیکي خدمتونو شرکت افر چې دویم ټيټ نرخ یې ورکړی و، د شرط پاڼې د معیارونو د نه بشپړولو له امله په تخنیکي اروزنه کې رد شوی دی.

 سرچینې په ډاګه کړې چې د څلور نورو داوطلبانو د افرونو بیه ځکه رد شوې چې د «حمید پښتون» شرکت په پرتله زیاته وه.

 د داوطلبۍ پایلو رد او کلرپلس شرکت ته د قراداد ورکول

 د ملي تدارکاتو کمېسیون د دارالانشا ریاست، د کمېسیون د چارو د همغږي کولو د ‍۱۳۹۷ کال د چنګاښ میاشتې شپږمې نېټې د ۴۱۳۸ شمېرې مکتوب کاپي ښيي چې د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ په درېیمه نېټه د یاد قرارداد په اړه لیکلي: ((له هندي شرکت سره د تدارکاتو ملي ادارې له اسانتیاوو په استفاده دولت له دولت سره قرارداد دې وکتل شي. دا چې د کارتونو ډېره اړتیا ده نو یاده پروسه دې په چټکتیا سره ترسره شي.))

 په دغه سند کې محمد اشرف غني د کمېسیون د رییس او ډاکتر عبدالله عبدالله، د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش، د مالیې پخواني وزیر اکلیل حکیمي، د عدلیې وزیر بصیر انور، د اقتصاد وزیر مصطفی مستور د کمېسیون د غړو په توګه لاسلیک کړی دی.

 د حمید پښتون سوداګریز شرکت رییس حمید پښتون د ملي تدارکاتو کمېسیون پر پرېکړه نیوکه وکړه او ویې ویل: ((د افر پرانیستې په غونډه کې زموږ شرکت ګټونکی شو، خو هغه پروسه لغوه شوه او د ملي تدارکاتو کمېسیون له کلرپلس شرکت سره چې تر ټولو لوړه بیه یې ورکړې وه، قرارداد لاسلیک کړ، په داسې حال کې چې یاد شرکت خصوصي دی، نه دولتي.))

دا په داسې حال کې ده چې د ورکړل شوو شمېرو له مخې، د حمید پښتون شرکت بیه له ۱۷۴ میلیونه او ۶۴۴ زرو زیاتې افغانۍ، خو د کلرپلس شرکت بیه له یو میلیارد او ۶۵۱ میلیون او ۸۹۰زرو زیاتې افغانۍ ده او د یادو بیو ترمنځ توپیر نږدې یو میلیارد او ۴۷۷ میلیونه و  ۲۴۶زره افغانۍ دی.

 

 

د افغان ټیلي کام دولتي مخابراتي شرکت رییس محمد اجمل عیان په دې اړه پژواک ته وویل: ((قرارداد د کلرپلس په نوم له یوه هندي شرکت سره شوی او دغه قرارداد د تدارکاتو ملي ادارې له خوا ترسره شوی دی.))

نوموړي وویل، په دې اړه زیاتې خبرې نه کوي.

د تدارکاتو ملي ادارې د ستراتيژیکو اړیکو ریاست سرپرست احمد رامین ایاز په دې اړه چې ولې د داوطلبۍ پایلې د قانون خلاف لغوه او یاد قرارداد هغه شرکت ته ورکړل شو چې د حمید پښتون له شرکته یې ډېره لوړه بیه ورکړې وه؟ وویل: ((سمه ده چې د قانون مطابق باید داوطلبي شوې وای، داوطلبي هم وشوه خو موږ د ملي تدارکاتو کمېسیون مطابق چې په سر کې یې ولسمشر قرار لري او د پرېکړو تر ټولو لوړه مرجع ده، دغه کار وکړ.))

نوموړي په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د دولت له دولت سره قرارداد باید د دوو دولتونو ترمنځ وشي، خو یاد قرارداد له کلرپلس خصوصي شرکت سره شوی، وویل: ((د ملي تدارکاتو کمېسیون د پرېکړې خلاف کار مو نه دی کړی، له دولت سره د دولت قرارداد شوی، موږ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لارې د هندوستان له بهرنیو چارو وزارت سره اړیکه ټینګه کړه، قرارداد د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو له لارې له هندي شرکت سره شوی دی… د دغه شرکت ضمانت د هند دولت کړی او په رسمي توګه د هند د سفارت له خوا معرفي شوی دی.))

نوموړي په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د اوو شرکتونو له ډلې تر ټولو لوړه بیه کلرپلس شرکت ورکړې او ایا د حمید پښتون پر ځای کلرپلس شرکت ته د قرارداد ورکول د افغانستان پر زیان نه تمامېږي؟ داسې ځواب ورکړ: ((دلته یوه تخنیکي مسئله ده، هغو شرکتونو ټیټه بیه ورکړې، سریال نمبرونه پلورل یعنې په هر سکریچ کارت پنځه ټوټې د ۵۰ افغانیو کارتونه دي او هر یو یې یو دانه شمېره، خو د کلرپلس شرکت دغه ډول نه دی، د کلرپلس په تولید کې هر اسکریچ کارت یو دانه شمېري چې ځينې وخت په کې پنځه سریال نمبرونه وي، ځیني وخت درې سریال نمبره چې په بیو کې یې ډېر توپیر دی او زموږ لپاره ارزانه تمامېږي.))

دا په داسې حال کې ده چې د قانون له مخې، ټولو داوطلبانو ته د پروژې یو ډول شرایط ورکول کېږي او دوی هغه ته په کتو پروژې ته بیه ورکول کېږي.

یاد قرارداد په داسې حال کې په داوطلبۍ کې د حمید پښتون شرکت له بریالیتوب وروسته کلرپلس هندي شرکت ته ورکړل شوی چې د تدارکاتو د کړنلارې د لسم حکم په دویمه فقره کې د تدارکاتو د مناسبې کړنلارې د ټاکلو په اړه راغلي: ((تدارکات د [تدارکاتو قانون] د ۱۸مې مادې د پنځمې فقرې مطابق په عمومي توګه د ازادې داوطلبۍ له لارې ترسره کېږي، له هغه پرته اداره مکلفه ده چې له نورو لارو د استفادې دلایل په روښانه ډول د تدارکاتو په اسنادو کې ولیکي او د اړوند برخې د امر قبولي ترلاسه کړي.

 دغه راز د تدارکاتو کړنلارې په ۲۴ حکم کې راغلي چې اداره خپل تدارکات له ملي لارو په استفادې طی مراحل کوي، یوازې په داسې حالتونو کې له نړیوالو طریقو ګټه اخیستل کېدای شي چې د رقابتي طریقې له لارې په افغانستان کې پر شرایطو د برابرو (۳) یا زیاتو داوطالبانو لپاره د تدارکاتو برابرولو زمینه نه وي برابره او د داوطلبۍ په داخلي پروسه کې پر شرایطو برابر داوطلب پیدا نه شي.

 

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ خونې لومړي مرستیال خان جان الکوزي وویل چې د یاد قرارداد په اړه معلومات نه لري او زیاته یې کړه، که د تدارکاتو ملي کمېسیون پرېکړه شوې وي چې باید دولت له دولت سره قرارداد وشي نو دلته بیا د تدارکاتو ملي کمېسیون له پرېکړې چې په سر کې یې ولسمشر دی، خلاف کار شوی؛ ځکه دغه قرارداد له یوه خصوصي هندي شرکت سره شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، په هر صورت دغه قرارداد باید د داوطلبۍ له لارې شوی وای.

الکوزي د کلرپلس کمپنۍ د بیې لوړوالي په اړه وویل، د اصولو له مخې قرارداد باید هغه شرکت ته ورکړل شي چې په ټيټه بیه د لوړ کیفیت جنس برابر کړي.

هغه د کلرپلس کمپنۍ د لوړې بیې په اړه د تدارکاتو ملي ادارې د ستراتیژیکو اړیکو د سرپرست رییس د څرګندونو په تړاو وویل، د داوطلبیو د څرنګوالي په اړه د تدارکاتو ملي اداره معلومات نه لري خو په ټولو داوطلبیو کې د داوطلبانو شرایط یو ډول وي.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې وویل، په ټولیزه توګه په قراردادونو او داوطلبیو کې ستونزې موجودې وي، ځيني قوانین تر پښو لاندې کېږي او هر وخت خصوصي سکتور له دې ډول ستونزو شکایت کوي.

Visits: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.