ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ پایلې ممکن تر سبا اعلان شي

د لوګر د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ پایلې ممکن تر سبا اعلان شي

author avatar
8 Apr 2019 - 15:00
د لوګر د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ پایلې ممکن تر سبا اعلان شي
author avatar
8 Apr 2019 - 15:00

 کابل (پژواک، ۱۹ وری ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د لوګر د ولسي جرګې ټاکنو پايلې  تر راتلونکو ۳۶ ساعتونو اعلانېږي.

 د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوې معتبرې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي پژواک ته وویل، د لوګر د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسيون پرېکړه شوې او ممکن د نن ورځې تر پایه یا سبا ددغه ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې په رسمي  توګه اعلان شي.

هغه زیاته کړه، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ژمنه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به د پاتې ولایتونو د څېړنو  پایلې دغه کمېسیون ته ولېږي.

 د ټاکنو کمېسیون د مشرتابه د نوي پلاوي د دندو له پیل وروسته د بلخ، پکتیا، غور، هرات، فراه، تخار او اهل هنودو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمن ننګ د روانې میاشتې په ۱۴ مه له پژواک سره د ځانګړې مرکې پر مهال ویلي و،  د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ژمنه کړې چې د وري تر ۲۵ مې نېټې به د پاتې ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو د وروستیو پایلو ارزونه دغه کمېسیون ته ولېږي.

 تر اوسه په ټولیزه توګه د لغمان، دایکنډي، سمنګان، جوزجان، بامیان، پروان، زابل، فاریاب، نورستان، نیمروز، کونړ، کاپیسا، پنجشېر، خوست، بدخشان، سرپل، اروزګان، بلخ، پکتیکا، غور، هرات، فراه، تخار او اهل هنودو د ټاکنیزو حوزو وروستۍ پایلې اعلان او د کوچیانو په ګډون د کابل، کندهار، میدان وردګ، پکتیکا، لوګر، ننګرهار، بغلان، کندوز، هلمند، بادغیس او نورو لا هم نه دي اعلان شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.