ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګان کې د اردو دوو سرتېرو يو هاموې ټانک طالبانو ته تسليم کړى

سمنګان کې د اردو دوو سرتېرو يو هاموې ټانک طالبانو ته تسليم کړى

author avatar
8 Apr 2019 - 18:25
سمنګان کې د اردو دوو سرتېرو يو هاموې ټانک طالبانو ته تسليم کړى
author avatar
8 Apr 2019 - 18:25

ايبک (پژواک، ۱۹وری ۹۸): ځايي چارواکي وايي، د ملي اردو دوو سرتېرو يو هاموې ټانک د سمنګان ولايت له حضرت سلطان ولسوالۍ څخه تښتولى او طالبانو ته يې تسليم کړی دی.

د حضرت سلطان ولسوال محمد هاشم مدقق پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ۲۰۹ شاهين قول اردو د شپږم کنډک دوو سرتېرو دغه ټانک نن نږدې غرمه مهال د ولسوالۍ له مرکز څخه تښتولى دى.

د ده په وينا، ياد سرتېري د سمنګان د دره صوف پايين ولسوالۍ د زيرکي سيمې اوسېدونکي دي او ټانک يې هم د زيرکي په سيمه کې چې د طالبانو په ولکه کې ده، طالبانو ته سپارلى دى.

د سمنګان د ولايتي شورا مشر راز محمد وايي چې يادو سرتېرو دغه ټانک له درې ميله سپکو وسلو سره  طالبانو ته سپارلی دی.

طالبان تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.