ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سيداکبراغا: دولت او طالبان دې د سولې له شته فرصت څخه ګټه واخلي

سيداکبراغا: دولت او طالبان دې د سولې له شته فرصت څخه ګټه واخلي

author avatar
8 Apr 2019 - 18:29
سيداکبراغا: دولت او طالبان دې د سولې له شته فرصت څخه ګټه واخلي
author avatar
8 Apr 2019 - 18:29

ګردېز (پژواک، ١٩ ورى ٩٨) : د خلاصون لار شورا وايي چې اوسمهال د سولې د خبرو لپاره تر بل هر وخت ښه شرايط برابر دي، دولت او وسله والو طالبانو ته په کار ده چې له دې فرصت څخه ګټه واخلي.

د يادې شورا مشر سيداکبر اغا دا خبرې د وري په ١٩مه، د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې يوې غونډې ته وکړې او ويې ويل چې د باور فضا ټينګېدو او د افغانانو تر منځ د مخامخ خبرو د زمينې برابرېدو لپاره بايد زيات کار وشي.

د يادې شورا مشر سيداکبر اغا وايي چې په جګړه کې هره ورځ هېواد لا ويجاړيږي،خلک او ملي شتمنۍ له لويو ګواښونو سره مخ دي.

هغه باوري دی چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي او زياتوي چې د سولې د خبرو لپاره دې افغانيت او اسلاميت بنسټ وګرځول شي.

ده وويل:((ملي اردو، پوليس او نورې ادارې به خامخا وي. طالب خو لېونى نه دی چې راځي او وايي چې دا ملي بنسټ خراب دی يا بله خبره، که هر څوک دا خبره کوي، دا ملت به ورته دريږي، انتخابات له سولې سره کومک نه شي کولی، سوله له انتخاباتو سره کومک کولی شي.))

د غونډې نورو ګډونوالو هم وويل چې د سولې د خبرو لپاره بايد دواړه خواوې انعطاف او متقابل احترام وکړي.

د دوی له ډلې عبدالله مجاهد وايي، خلک له روان حالت څخه خورا ستړي شوي چې په بېلابېلو نومونو وژل کيږي او د دې حالت د پای ته رسېدو لپاره يې غږ هم پورته کړی دی.

مجاد وايي :((طالبان هم افغانان دي او ادعا لري چې د دې هېواد د ښه والي لپاره مبارزه کوي،د ملي وحدت حکومت هم د دې هېواد حکومت دی، د دې هېواد د ښه والي لپاره دې سولې ته حاضر شي او په دې برخه کې دې لا ډېر ګامونه واخلي.))

دوی له دولت او وسله والو طالبانو غواړي چې د سولې د خبرو د ښې فضا رامنځته کېدو لپاره دې پسرلنۍ جګړه نه پيلوي او يو د بل پر وړاندې دې نظامي عمليات ودروي.

د عبدالحميد په نامه يو تن ځوان وويل چې طالبان دې د عامه ځايونو او ټولګټو پروژو د پلي کېدو مخه نه نيسي او له دې او ورته نورو لارو دې خلکو ته ثابته کړي چې دهېواد پرمختګ غواړي.

عبدالحميد وايي:((که روغتون ، ښوونځى يا سړک جوړيږي د هغې سيمې د خلکو د روغتيا، علم او سهولت لپاره جوړيږي، لطفا د عامه المنفعه پروژو د پلي کېدو مخه مه نيسئ.))

ياده دې وي چې تېره ورځ د دولت له خوا د مصالحې شورا لومړۍ ناسته په ارګ کې تر سره شوه او ټاکل شوې چې په قطر کې د وسله والو طالبانو او افغان سياسيونو تر منځ په راتلونکې ناسته کې د دولت ټاکل شوی پلاوى هم ګډون وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.