ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي امنیت په کندهار کې ۱۶ کسیزه وسله واله ډله نیولې

ملي امنیت په کندهار کې ۱۶ کسیزه وسله واله ډله نیولې

author avatar
8 Apr 2019 - 19:00
ملي امنیت په کندهار کې ۱۶ کسیزه وسله واله ډله نیولې
author avatar
8 Apr 2019 - 19:00

کندهار (پژواک، ۱۹ وری ۹۸): د کندهار والي وايي، ملي امنیت د وسله والو مخالفینو ۱۶ کسیزه ډله نیولې چې په کندهار ښار او ولسوالیو کې یې ورانکارې کړنې کولې.

دغه کسان نن له نیول شوو وسلو سره خبریالانو ته وښودل شول چې د کندهار والي او د ملي امنيت رییس هم ګډون درلود.

د کندهار والي حیات الله حیات وویل، دغې ۱۶ کسيزې ډلې په کندهار ښار، ژیړۍ، ميوند، ميانشين، خاکرېز، پنجوايي او ارغنداب ولسواليو کې ورانکاري فعالیتونه کول چې د ملي امنیت د منسوبینو له خوا له وسلو او وسایطو سره نیول شوي دي.

هغه زیاته کړه، نیول شوو کسانو په خپلو اعترافاتو کې منلې چې په یو لړ تروریستي بریدونو کې یې برخه لرله او یو شمېر قومي مشران او نظامي مسوولین یې وژلي دي.

ده له ملي امنیت ادارې مننه وکړه چې د خلکو د امنیت ساتنې په موخه شپه او ورځ کار کوي.

حیات وویل، نیول شوي کسان به عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي او د خپلو کړنو قانوني سزا به ویني.

خو والي د خپلو خبرو په یوه برخه کې پر وسله والو مخالفینو غږ وکړ چې له افغان وژنې لاس واخلي.

هغه وویل، د زرګونو ملا امامانو تر څنګ د کعبې امام هم فتوا ورکړې چې په افغانستان کې روان جنګ جهاد نه، بلکې ورور وژنه ده.

وسله والو طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.