ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروپايي ټولنې د افغان سولې برخه کې ضمانت ته چمتووالى وښود

اروپايي ټولنې د افغان سولې برخه کې ضمانت ته چمتووالى وښود

author avatar
9 Apr 2019 - 12:03
اروپايي ټولنې د افغان سولې برخه کې ضمانت ته چمتووالى وښود
author avatar
9 Apr 2019 - 12:03

کابل (پژواک، ٢٠ ورى ٩٨): د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو  ويلي چې د افغان سولې په برخه کې ضمانت کولو ته تيار دي.

په کابل کې د اروپايي ټولنې مطبوعاتي دفتر له خوا د وري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پرېکړه پرون په اروپايي هېواد لوکزامبورګ کې د ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې وشوه.

سرچينې زياته کړې چې د بهرنيو چارو وزيرانو په دې غونډه کې په افغانستان کې پر روان وضعيت او د سولې پر روانو مذاکراتو خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي، د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو له غونډې وروسته په يوه ګډه اعلاميه کې ويل شوي چې دوی په افغانستان کې د سولې په برخه کې ضمانت ته تيار دي.

اروپايي ټولنې زياته کړې، که چېرې د افغان سولې پروسې د بريا په صورت کې له دوى د ضمانت په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وشي، نو دغه ټولنه به په بشپړې ژمنتيا سره د ضامن رول ترسره کړي.

د يادې ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو دغه راز ويلي، دوی له افغان سولې هر اړخيز ملاتړ کوي او هڅه يې دا ده چې په افغانستان کې دايمي سوله راشي.

دوى زياته کړې، سوله بايد د افغانانو امنيت تامين کړي، جګړې پای ته ورسوي، د افغانستان حکومت پياوړی کړي، اساسي قانون ته درناوی وي او د کلونو لاس ته راوړنې وساتل شي.

بلخوا د افغانستان حکومت د اروپايي ټولنې د دغه وړانديز هرکلى کړى او دا يې اغېزمن بللى دى.

د ولسمشر غني وياند هارون چخانسوري وايي، د دې لپاره چې د سولې موافقې عملي کېدل هم يوه اوږده پروسه وي، نو د دواړو اړخونو د ډاډ لپاره اروپايي ټولنه يوه بې‌طرفه تضمين کوونکې پاتې شوې ده.

هغه زياته کړې، اروپايي ټولنه دا تجربه لري دلته به هم همدا رول ولري او دا يې ويلي چې که غوښتنه ترې وشي نو اماده ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.