ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان دولتي انټرنیټي پاڼو د مدیریت مرکزي سیستم جوړ شو

د افغانستان دولتي انټرنیټي پاڼو د مدیریت مرکزي سیستم جوړ شو

author avatar
9 Apr 2019 - 19:41
د افغانستان دولتي انټرنیټي پاڼو د مدیریت مرکزي سیستم جوړ شو
author avatar
9 Apr 2019 - 19:41

کابل (پژواک، ۲۰ وری ۹۸): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ((د افغانستان دولتي انټرنیټي پاڼو د منځپانګې د مدیریت مرکزي او خوندیتوب سیستم)) چې تر یو چتر لاندې به مدیریت کېږي، له رامنځ ته کېدو وروسته نن معرفي کړ.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ مرستیال هادي هدایتي نن د دې سیستم د پرانيستې پرمهال وویل: ((زموږ موخه دا ده څو هېواد پر معلوماتي ټولنې بدل کړو او د ډیجيټلي وسایلو پرمټ ملت او دولت سره ونښلوو؛ نو ځکه مو دا سیستم (Content Management System) رامنځ ته کړ."

د هغه په خبره، له معاصرۍ ټکنالوجۍ څخه استفاده به دولتي ادارو ته دا وړتیا ورکړي چې په اسان او چټک ډول خپلې انټرنیټي پاڼې مدیریت کړي او خپلې لاسته راوړنې، فعالیتونه او پلانونه له دې لارې له خلکو سره شریک کړي.

د نوموړي په وینا، تر اوسه دولتي انټرنیټي پاڼو ستونزې درلودې؛ خو د دې سیستم په رامنځ ته کېدو هوارېدای شي.

د یاد سیستم مسوول اتل ځدراڼ وویل چې تر اوسه د دولتي ادارو انټرنیټي پاڼې له نړیوالو معیارونو سره مطابقت نه لري؛ خو د دې سیستم په فعالېدو به له یادو معیارونو سره مطابقت پیدا کړي.

د ده په خبره، دا سیستم اوس مهال په ۲۵ ادارو کې تطبیق شوی او په پام کې ده چې د روان کال تر پایه د ټولو دولتي ادارو انټرنیټي پاڼې د دې سیستم له لارې مدیریت شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د معلوماتو له مخې، افغان پوست ریاست، لويه څارنوالي، د اوبو او انرژي وزارت، د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کانونو او پټرولیم وزارت، اقتصاد وزارت، د کورنیو چارو وزارت، د افغان ملي بيمې شرکت، د پوهنې وزارت، د ترانسپورت وزارت، د مالیې وزارت، په پارلماني چارو کې د دولت وزارت، د عامې روغتیا وزارت، د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم ملي اداره، د سټنډرډ ملي اداره، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د ملي دفاع وزارت، د حج او اوقافو وزارت، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت، د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو اداره، د افغانستان د اټومي انرژي عالي کمېسیون، د افغانستان انټرنیټ د تبدیلي ملي مرکز، د افغانستان بانک او ستره محکمه هغه بنسټونه دي چې انټرنیټي پاڼې یې له دې سیستم سره په مطابقت کې عیارې شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.