ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د علامه سید جمال الدین افغان نړیوال علمي- څېړنیز سیمینار جوړ شو

کونړ کې د علامه سید جمال الدین افغان نړیوال علمي- څېړنیز سیمینار جوړ شو

author avatar
9 Apr 2019 - 18:26
کونړ کې د علامه سید جمال الدین افغان نړیوال علمي- څېړنیز سیمینار جوړ شو
author avatar
9 Apr 2019 - 18:26

اسعد اباد (پژواک، ٢٠ ورى ٩٨): د ازادۍ د سلمې کالیزې په مناسبت کونړ کې د علامه سید جمال الدین افغان نړیوال علمي- څېړنیز سیمینار جوړ شو.

د «علامه سید جمال الدین افغان د ازادۍ او تجدد علمبردار» تر سرلیک لاندې دغه علمي- څېړنیز سیمینار چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري جوړ شوی و، لومړۍ دوه ورځې په کابل کې ترسره شو چې د هېواد د پوهانو او څېړونکو تر څنګ له هند او ترکیې هم پوهانو ګډون کړی وو.

دا سيمينار نن په درېيمه ورځ په کونړ کې ترسره شو او د سید جمال الدین افغان پر ژوند، فکر او مبارزې د مقالو په لوستلو سره پای ته ورسېد.

نن په دې سيمينار کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت غړو، د علومو اکاډمۍ او د هېواد د مختلفو پوهنتونونو استادانو ترڅنګ ګڼ شمېر ليکوالو او عامو خلکو ګډون کړى وو.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د سیمينار ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل جې علامه سید جمال الدین افغان د کونړ په خاوره کې خاپوړې کړي او دی به هڅه کوي چې د ده د مبارزې او مفکورې په اساس ځوانانو ته بېلابېل پروګرامونه جوړ کړي، ترڅو د هغه له مبارزې څخه نوي نسلونه هم باخبره واوسي.

د علومو اکاډمي غړي څېړندوی محمد داوود ناظم خپله مقاله کې علامه سید جمال الدین افغان یو ازاد، ویښ، د علم او حکمت علمبردار شخصیت یاد کړ او زیاته یې کړه، چې سید جمال الدین افغان خپله مبارزه د علم او منطق پر بنسټ داسې روانه کړې وه، چې اغېزې یې په یوه هېواد کې نه شوای تم کېدای.

ده وويل: ((داسې شخصیت و چې د استعمار او استبداد پر وړاندې د حساسیت کچه یې ډېره لوړه وه، مبارزه یې د قوي ایمان او توکل په لرلو سره د علم، منطق، حکمت او سیاست پر بنسټ داسې پر مخ روانه وه چې اغېزې یې په یوه هېواد نه شوای تم کېدای، بلکې ټولې نړۍ ته یې په لږ وخت کې وړانګې داسې خپرې شوې، چې په رڼا کې یې ملتونه خپله تګلاره او ستراتیژي جوړوي.))

د کونړ پوهنتون استاد پوهنیار سید اصغر هاشمي پر سید جمال الدین افغان لیکلې مقاله کې ليکلي و چې د سید لنډې معنادارې ویناوې دومره مهمې او هر اړخيزې وې چې په هره زمانه کې د پلي کېدا وړ دي.

ده زياته کړه: ((د سید جمال الدین افغان لنډې او معنادارې ویناوې د وخت ټولنیز قشر ته خورا ښې خبرې درلودې، د راتلونکې پېشبیني یې کړې ده او د ماضي تجربې یې بیان کړې دي. د ده ټولې وجیزې په لسګونو کلونو وروسته هم مهم نظریات او افکار دي او په ټولنې کې تطبیقېږي.))

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال پوهاند رسول باوري دغه سیمینار د سید جمال الدین افغان د فکر او مبارزې د پاللو لپاره اغېزناک او بریالی یاد کړ او د لنډيز په توګه یې د لوستل شویو مقالو په رڼا کې سید جمال الدین د سیمینار ګډونوالو ته داسې ور وپېژانده:

((سید یو مبارز افغان او خدای محوره شخصیت و، هغه د هېڅ کوچنۍ ډلې او حلقې استازیتوب نه کاوه. هغه ته انسان د یوې هستۍ په توګه د توجه وړ و. د هغه د فکر او لیدلوري محور په دې راڅرخېده، چې انسان ته خدمت کول د پوهې او علم له لارې شونې دي.))

د دغې سیمینار په پای کې د پوهانو له لوري پرېکړه لیک هم ولوستل شو، چې له کتابتونونو، ارشیفونو او افرادو د علامه د اثارو راټولول، په ملي ژبو ژباړل او چاپول، کونړ پوهنتون کې د علامه په نوم یو علمي- څېړنیز مرکز جوړول، د سید پلرنی کور او هدیره د تاریخي ابدې په توګه رغول او ثبتول، خاص کونړ کې د علامه په نوم یو څلی او پارک په زر جریبه ځمکه کې جوړول، د سید جمال الدین افغان په نوم د یوه دولتي مډال او فرهنګي جایزې منظورول، د علامه ټولې خطي نسخې ټولول او خوندي کولو تر څنګ په کې ځینې نورې غوښتنې هم شاملې وې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.