د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د اسلامي همکاریو سازمان کې د افغانستان دايمي استازولۍ ته ودانۍ جوړيږي

د اسلامي همکاریو سازمان کې د افغانستان دايمي استازولۍ ته ودانۍ جوړيږي

Apr 09, 2019 - 16:49

کابل (پژواک، ٢٠ ورى ٩٨): د اسلامي همکاریو سازمان (او اى سي) په اډانه کې د افغانستان د دايمي نماينده ګۍ ودانۍ د بنسټ ډبره د سعودي عربستان په جدې ښار کې کېښودل شوه.

د اسلامي همکاريو په سازمان کې د افغانستان سفير او دايمي استازي ولي نعيمي د وري په ٢٠مه پژواک اژانس ته وويل چې دغه ودانۍ د جدې د الحمراى په سيمه کې پر هغې ځمکه چې د افغانستان ملکيت دى، جوړېږي.

د نوموړي په خبره چې د نماينده ګۍ لپاره د دې ډول ودانۍ درلودو هيله يې له پخوا درلوده چې له نېکه مرغه نن پوره شوه.

د هغه په وينا چې افغانستان په جدې ښار کې شاوخوا پنځه جريبه ځمکه لري چې تر اوسه د خپلو اړتيا وړ ودانيو په جوړولو نه و بريالی شوی او په دغه سازمان کې د افغانستان سفير او د دايمي استازي تر څنګ يو شمېر نورو افغان ډيپلوماتان لوړې کرايې ورکوي.

د نعيمي په وينا، دوی وتوانېدل چې په يونيم جريبه ځمکه کې د یادې ودانۍ جوړولو چارې پیل کړي او لګښت یې هم د افغانستان له ملي بودجې ورکول کېږي.  

 دغه راز د افغانستان د ملکيت (شاوخوا پنځه جريبه) ځمکې د احاطې دېوال د جوړېدو چارې هم پيل شوې او دغه راز ټاکل شوې چې په سعودي کې د افغان ډيپلوماتانو د کامپلېکس د جوړېدو چارې هم پيل او تر ٢٠٢١ کال پورې بشپړې شي. 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement