د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار والي اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کېدو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ

د ننګرهار والي اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کېدو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ

Apr 09, 2019 - 19:22

جلال اباد (پژواک، ۲۰ وری ۹۸): د ننګرهار والي وايي، معلوماتو ته لاسرسی څېړنيز ژورناليزم ته لار پرانېزي چې له امله يې ښه حکومتولي رامنځته کېدلی شي.

نوموړي دا ډاډ هم ورکړ چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د پلي کېدو برخه کې به همکاري کوي او هم به ټولې ادارې دې ته ژمنې کړي چې ياد قانون پلی کړي.

شاه محمود مياخېل دا څرګندونې د وري په ۲۰مه جلال اباد ښار کې د پژواک خبري اژانس له لوري "اطلاعاتو څخه په ګټې اخيستنې، د څېړنيزو راپورونو له لارې فساد سره مبارزه" تر عنوان لاندې د درې ورځني روزنيز ورکشاپ په پای کې وکړې.

د پژواک خبري اژانس رييس دانش کړوخېل وويل، دا پروګرام په کابل کې د ډنمارک سفارت او د UNDP ادارو په ملاتړ په سيمه ييزو رسنيو کې خبريالانو ته د اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه د عامه پوهاوي په موخه ترسره شوى دى.

دی وايي، په پروګرام کې ورسره د ننګرهار د بېلابېلو سيمه ييزو رسنيو ۱۳ خبريالانو برخه اخيستې وه چې نږدې نيمايي يې نجونې وې.

نوموړي د ننګرهار له والي وغوښتل چې نجونو ته په رسنيو کې د کاري زمينې برابرولو، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په پلي کولو، څېړنيز ژورناليزم په وده او د ژورنالېستانو د امنيت په برخه کې دې ځانګړې همکاري وکړي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل هم ژمنه وکړه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د پلي کېدو په برخه کې به همکار وي.

هغه وويل: ((د اطلاعاتو ورکړه څېړنيز ژورناليزم ته وده ورکوي او دغه راز د فساد مخه نيول کېږي چې په اداراتو کې د ښې حکومتدارۍ د رامنځته کېدو سبب ګرځي؛ نو زه په دغه برخه کې پوره همکار يم.))

په روزنيز ورکشاپ کې ګډونوالو خبريالانو دا يو ښه چانس ياد کړ چې په خبره يې د دوی د مسلکي پوهې د لوړولو لپاره ډېر ګټور ثابت شو.

ننګرهار کې د شرق تلوېزيون خبريال ايمل ظاهر وويل، تل د راپورونو د چمتو کولو پرمهال اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې له ستونزو سره مخامخ و؛ خو په دغه ورکشاپ کې ګډون ورته زده کړل چې د قانون له مخې هره اداره مکلفه ده چې دوی ته اطلاعات ورکړي.

يوې بلې ګډونوالې کلثوم شګېوال وويل، دا ډول ورکشاپونه د مسلکي پوهې پر لوړوالي سربېره د مسلکي ژورنالېزم د رامنځته کېدو سبب هم ګرځي.

د يادولو ده چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د ۱۳۹۶ کال د کب په ۱۲مه د ولسمشر له لوري توشيح او يوه مياشت وروسته د تنفيذ وړ وګرځېد.

دغه قانون په شپږو فصلونو او ۴۱ مادو کې ليکل شوی چې په دې وروستيو کې يې د نړۍ په کچه د خپل همنوع قوانينو په منځ کې لومړى مقام تر لاسه کړی دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement