ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عمران خان: بين الافغاني مذاکرات د شخړې د هواري يواځېنۍ لار ده

عمران خان: بين الافغاني مذاکرات د شخړې د هواري يواځېنۍ لار ده

author avatar
9 Apr 2019 - 11:33
عمران خان: بين الافغاني مذاکرات د شخړې د هواري يواځېنۍ لار ده
author avatar
9 Apr 2019 - 11:33

کابل (پژواک،٢٠ ورى ٩٨): د پاکستان لومړى وزير عمران خان وايي چې يواځې بين الافغاني مذاکرات کولى شي د افغانستان د څو لسيزو جګړه پاى ته ورسوي.

د پاکستان د لومړي وزير له دفتره په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امريکا د وسله والو ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کينيت مېکينزي پرون په اسلام اباد کې د یاد هېواد له لومړي وزير عمران خان سره ليدلي دي.

سرچينې زياته کړې چې په دې ليدنه کې د دواړو هېوادونو پر اړيکو، د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او د افغان سولې پروسې په اړه خبرې شوې دي.

عمران خان ددې ليدنې پر مهال په ډاګه کړې چې يواځې بين الافغاني مذاکرات کولى شي د افغانستان د څو لسيزو جګړه پاى ته ورسوي.

نوموړي په ټينګار سره ويلي چې هېواد يې په افغانستان کې د سولې پروسې ملاتړ کوي او غواړي چې روانه شخړه د يوه سياسي جوړجاړي له لارې هواره شي.

دغه امريکايي جنرال دغه راز د پاکستان د دفاع وزير او د پوځ له مشرانو سره هم ليدلي دي.

نوموړي له دې مخکې کابل ته سفر کړى و او له ولسمشر اشرف غني سره يې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې وې.

د يادونې ده، د پاکستان لومړي وزير عمران خان په تېره يوه مياشت کې درې ځلې په افغانستان کې د مؤقت حکومت د جوړېدو وړانديز کړى چې د افغان حکومت له سخت غبرګون سره مخ شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.