ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چین په افغانستان کې د سولې د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ کوي

چین په افغانستان کې د سولې د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ کوي

author avatar
9 Apr 2019 - 18:30
چین په افغانستان کې د سولې د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ کوي
author avatar
9 Apr 2019 - 18:30

کابل (پژواک، ٢٠ ورى ٩٨): کابل کې د چين سفير د افغانستان د اجرايي رياست له لومړي مرستيال سره په کتنه کې ويلي چې هېواد يې افغانستان کې د  سولې له بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ کوي.

د اجرايي رياست د لومړي مرستيال د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې د چین سفیر لیو جینسونګ د اجرايي ریاست له لومړي مرستیال انجنیر محمدخان سره نن د وزیرانو شورا په مرمرینه ماڼۍ کې وکتل.

سرچينه زياتوي چې د چین سفیر په دغه کتنه کې افغانستان کې د سولې له خبرو ملاتړ وکړ ويې ويل:" چین په افغانستان کې د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ کوي او هیله لري چې د سولې روانې خبرې د تل پاتې سولې او ثبات لامل شي."

د چین سفير په افغانستان کې روانه جګړه تباه کوونکې بللې زياته کړې يې ده چې افغانان باید په خپلو منځونو کې تفاهم ته ورسېږي.

دغه راز هغه ويلي چې چين به له افغانستان سره په اقتصادي، پوځي، فرهنګي او تحصیلي برخو کې خپلې همکارۍ لا پراخه کړي.

د اجرايي ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمد خان له افغانستان سره د چين له مرستو د مننې تر څنګ، د سولې په برخه کې د چین ونډه مهمه بللې او زیاته کړې يې ده چې چین کولای شي د سولې په برخه کې مهم او حیاتي رول ولوبوي.

محمد خان وايي: " د هېواد د روانې کشالې یوازینی حل د افغانانو تر منځ ګډ تفاهم دی؛ افغانان باید په خپلو کې سره کېني او شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي".

ده ويلي چې افغان حکومت او سیاسي ګوندونه یوې ګډې پایلې ته رسېدلي چې له واحد ادرسه به د سولې په برخه کې پرمختګ ته لاره هواره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.