ګردېز (پژواک، ٢٠ ورى ٩٨): د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې د يوه لوی ورزشي جمنازيم د بنسټ ډبره کېښودل شوه چې د مسوولينو په خبره، پر يو وخت به د زرو کسانو ځايولو وړتيا ولري.
ياد جمنازيوم په پکتيا پوهنتون کې جوړېږي چې د لويو علمي غونډو، سيمينارونو او ورته نورو پروګرامونو لپاره به هم ترې کار اخيستل کيږي.
د پکتيا والي شميم خان کټوازي د وري په ٢٠مه د يادې پروژې د کارونو د پيل پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې دغه جمنازيم او د غونډو تالار د بنايي تصدي لخوا په پنځوس ميليونه افغانۍ په يو کال کې جوړيږي.
کټوازی وايي چې له دې سره د ورزشکارانو د جمنازيم او دمحصلينو د بدني روزنې لپاره به د يو مناسب خای د نه شتون ستونزه حل شي.
نوموړي زياته کړه: ((دا ودانۍ داسې ډيزاين شوې چې هم ورزشي کار ترې اخيستلی شو او هم د غونډو د تالار، د غونډو په وخت کې به زر تنه په کې ځايېږي. زموږ د ورزشکارانو د جمنازيم لويه غوښتنه نن پوره کېږي او انشاالله ډېر ښه او خوندي ځای به ولري.))
د پکتيا پوهنتون مرستيال محمدالله ګردېزي وايي چې د لويو علمي کنفرانسونو، غونډو او د محصلينو د ځينو ورته رقابتي پروګرامونو لپاره داسې ازاد ځای ته ډېره اړتيا وه.
ګردېزي پژواک ته وويل چې لا هم د پوهنتون د کادري روغتون، کتابتون او د ځينو علمي څانګو د مستقل کولو لپاره د ځینو پوهنځيو ودانيو ته جدي اړتيا شته.
دی وايي: ((موږ د علمي او روزنيزو پروګرامونو لپاره ډېر اړتيا لرله چې ډېر محصلين راټول کړو او له ځينو تعليمي او تحصيلی پروګرامونو ګټه واخلي، همدارنګه د سپورټ، ورزش او بدني روزنې لپاره هم دغه جمنازيم ډېر ګټور دی.))
بلخوا ورزشکاران د جمنازيم جوړېدو د کار پر پيلېدو خوښ دي او وايي د دې ودانۍ له جوړېدو سره به وکولی شي چې ولايتي او د څو ولايتونو ترمنځ مشترک ورزشي تمرينات، لوبې او نور روزنيز پروګرامونه ترسره کړي.
د بدن ښکلا يو ورزشکار نور وهاب ثابت وايي: ((موږ د لوبو او سياليو لپاره جمنازيم نه درلود، نورو ولايتونو ته د مېلمه په توګه د دوو شپو لپاره ورځو، خو هغوی موږ نه شو راغوښتلی چې زموږ ځوانان له هغوی او هغوی زموږ له ورزشکارانو څه زده کړي.))
د رزمي لوبو يو ورزشکار احمدنذير عمرزی په سم ډول د دې ودانۍ د جوړېدو غوښتنه کوي او وويل چې په جمنازيم کې د ګڼو ګډونوالو او تماشاچيانو په شتون کې تمرين او لوبې د ورزشکارانو په وړتيا او ذهني جرات مثبت اغېز لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن