جلال اباد (پژواک، ۲۱ وری ۹۸): په ننګرهار کې د انعکاس په نوم د يوه خصوصي ټلوېزيون مشر انجنير زلمی لطيفي د وسله والو له لوري تر څلور مياشتني بند وروسته راخوشی شو.
نوموړی تېره شپه له راخلاصېدو وروسته له خپلې کورنۍ سره يو ځای شو خو تر اوسه جوته نه ده چې د پيسو او که د کوم بل جوړجاړي په بدل کې ازاد شوی دی.
انجنير زلمی څه باندې څلور مياشتې مخکې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند د مستوفيت څلور لارې ته څېرمه وسله والو وتښتاوه او موټر چلوونکی یې ووژل شو.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د وري په ۲۱مه پژواک اژانس ته له ډېرو جزئياتو ورکولو پرته وويل چې نوموړی روغ رمټ راخوشی شوی دی.
والي د انجنير زلمي په را خلاصولو کې د ځنډ په اړه وويل: ((موږ ځکه له احتياطه کار اخيست چې انجنير زلمی په يوه لرې ساحه کې ساتل کېده او عملياتو يې ژوند ته خطر پېښاوه، نو ځکه موضوع ډېره ځنډنۍ شوه.))
والي دا ونه ويل چې انجنير زلمی د امنيتي ځواکونو د عملياتو، پيسو او که د کوم جوړجاړي په بدل کې خلاص شوی، خو د هغه خلاصون يې د رسنيو کار کوونکو لپاره ښه زيری وباله.
خو د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي پژواک ته وويل چې انجنير زلمى د امنيتي ځواکونو د اوپراتيفي عملياتو پرمهال له اختطاف کوونکو را خوشې شوى دى. نوموړي په دې اړه نور جزييات په ډاګه نه کړل .
د انجنير زلمي خلاصون که له يوې خوا د ټولنيزو رسنيو کاروونکي خوښ کړي، له بلې خوا له تېرې شپې راهيسې د هغه د خلاصون د ګونګې موضوع په اړه بېلابېلې پوښتنې را ولاړې شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن