ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګردېز کې د وژل شوو سرتېرو کورنيو ته د نومرو وېش پيل شو

ګردېز کې د وژل شوو سرتېرو کورنيو ته د نومرو وېش پيل شو

author avatar
10 Apr 2019 - 18:14
ګردېز کې د وژل شوو سرتېرو کورنيو ته د نومرو وېش پيل شو
author avatar
10 Apr 2019 - 18:14

ګردېز (پژواک، ٢١ ورى ٩٨): د پکتيا په مرکز ګردېز کې د وژل شوو سرتېرو وارثينو ته د ځمکې نومرو د وېش لړۍ پيل شوه.

مسوولين وايي، تر اوسه د شاوخوا ۱۵۰۰ وژل شوو سرتېرو اسناد بشپړ شوي چې په څو ورځو کې به یې کورنیو ته نومرې مشخصې شي او وروسته به د نورو وژل شوو سرتېرو کورنیو ته هم د اسنادو په بشپړېدو سره نومرې ووېشل شي.

د پکتيا والی شميم خان کټوازي د وري په ٢١مه د ياد ښارګوټي د پرانيستې او د نومرو د وېش په مراسمو کې پژواک ته وويل چې له څو کلونو راهيسې د دې پروژې د پیل هڅې کېدې، خو د ځينو ستونزو له امله ځنډېدلې وه.

هغه زیاته کړه چې د ځمکې پر سر د بنوزيو قوم دعوه يې د محکمې او قومي جرګې له لارې هواره کړې او له هغوی سره د قانوني اسنادو د نه شتون له امله د دولت په ګټه فيصله شوې ده.

نوموړي وویل: ((د امنيتي ځواکونو ټولو شهيدانو ته به نومرې ورکول کېږي، يوه افغانۍ به هم څوک مشروع يا نامشروع نه درڅخه اخلي؛ مشروع داسې چې ستاسې د نومرې قيمت دولت درکوي او يو لک افغانۍ کومک هم درسره کوي.))

دغه راز د ګردېز ښاروال عصمت الله خالد د وژل شوو سرتېرو له ټولو کورنيو وغوښتل چې په شپږ مياشتو کې په خپله ترلاسه کړې نومره د رغونې چارې پيل کړي، که نه بېرته به ورڅخه وګرځي.

خالد وايي چې د سيمې د نظم او امنیت لپاره ورسره امنيتي ارګانونو د مرستې ژمنه کړې او د ډاډمنې فضا او د کار د پيل لپاره به ژر د څو امنيتي پوستو جوړېدو کار پيل شي.

نوموړي وويل: ((تخنيکي ستونزې مو په ښه توګه حل کړې، د دې شهرک لپاره مو درې پلانونه جوړ کړي او په درې فازونو مو وېشلی دی. دا ښارګوټی تقريباً ۳۲۰۰ جريبه ځمکه او شاوخوا ۵۰۰۰ نومرې دي، په لومړي قدم کې د شهيدانو د وارثينو حق دی چې هغوی ته نومرې ورکړو.))

د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د ژول شوو سرتېرو په استازيتوب حاجې حبيب الله وويل چې د ډېری کورنيو سرپرستان په امنيتي ځواکونو کې وژل شوي او ځينې يې اوسمهال ان د ژوند تېرولو لپاره خپل ځای او کور هم نه لري چې په دې نومرو او ورسره کېدونکې نغدي مرستې سره به يې زياتې ستونزې حل شي.

دی وايي: ((له ټولو ارګانونو ډېر خوشال يو، ډېره مننه چې تاسو زموږ شهيدان وپالل او زموږ اوښکې مو وچې کړې. دا ټول د شهيدانو کورنۍ خوښې دي.))

زمرګل چې يو ورور يې د پوليسو او بل د ملي پوځ په ليکو کې ژوند له لاسه ورکړى،  خوښي ښيي چې د سرپناه لپاره ورته ځمکه ورکړل شوې او د وروڼو قرباني ته يې له بېلابېلو لارو درناوی کېږي.

دی وايي: ((د امنيتي ځواکونو په ليکو کې مې دوه وروڼه شهيدان شوي، يو په پوليسو کې و، بل په ملي اردو کې، خوشاله يو، هيله ده چې په سم ډول توزيع شي او ژمنه شوې مرسته راسره وشي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.