کابل (پژواک، ۲۱ وری ۹۸): مدني ټولنو درې میلیونه افغانۍ، ٦٩ ټنه اوړه، ٢٨ ټنه غوړي او ځيني نور توکي له خلکو راټول کړي او ډېر ژر به يې په ١٧ ولايتونو کې په طبیعي پېښو کې پر زیانمنو کورنیو ووېشي.
مدني فعال احمد خالد وقار نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې دې ټولنې د کب په ۲۵مه په کابل او د هېواد په نورو ٢٨ ولايتونو کې له پېښو ځپلو سره د مرستو راټولولو کمپاين پيل کړ.
د هغه په وينا، یادې ټولنې په کابل کې ١٢ او پاتې نورو ولايتونو په هر يوه کې دوې او درې خېمې درولې وې څو له لارې يې له خلکو مرستې راټولې کړي.
دى وايي، دغه کمپاين د روانې وري مياشتې تر لسمې روان و چې په ترڅ کې يې درې میلیونه افغانۍ، ۱۴۰۸ نهه څلوېښت کيلويي بورۍ اوړه، ۲۷۸۸۰ کيلوګرامه غوړي،۴۰۱۰ کمپلې او نور غیر خوراکي توکي لکه خېمې، جامې د اوبو بوشکې او نور راټول شوي دي.
وقار وویل چې د نورو هېوادوالو تر څنګ افغاني سرې مياشتې ټولنې، د صرافانو ټولنې، سوادګرو او د کابل د څرخي پله صنعتې پارکونو ټولنې ډېره مرسته کړې ده.
د ده په وینا، ياد توکي به د مدني ټولنو له خوا طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په تخنيکي مرسته د طبیعې پېښو له امله پر زيانمنو شوو کورنیو ووېشل شي.
د ياد وزارت د پالیسې او انسجام مرستيال محمد قاسم حيدري په نننۍ خبري ناسته کې وویل چې د تېر کال د کب له مياشتې تر اوسه د هېواد په کچه له ۶۵۰۰ څخه زیاتې کورنۍ د سېلابونو له امله بېځايه شوې دي.
د ده په وینا چې په تېرو درېيو مياشتو کې د طبیعې پېښو له امله په ټول هېواد کې ۲۶۴ کسان مړه او تر ۳۰۰ زیات ژوبل شوي او ډېره مرګ ژوبله په هرات، فراه، فاریاب، سمنګان او کندهار ولایتونو کې اوښتې ده.
هغه وايي چې د مرستې ياد توکي به د مدنې ټولنو تر څار لاندې په اړو کورنيو ووېشل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن