کابل(پژواک،٢١ وری ٩٧): د افغانستان د ملي تدارکاتو کمېسیون په تېر مالي کال کې د ۱۵۴ میلیارد افغانیو په ارزښت ۷۶۳ پروژې ارزولې او د ۱۸ میلیارد افغانیو د ضایع کېدو مخه یې نیولې ده.
دغه څرګندونې د تدارکاتو د ملي ادارې عمومي رییس عمر هوتکي نن په کابل کې «ملت ته د حکومت حساب ورکول» په نوم یوه پروګرام ته وکړې.
په دغه ۱۴ ورځني پرواګرام کې حکومتي ادارې د رسنیو له لارې خلکو ته د تېر یوه کال په جریان کې د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکوي.
نن د تدارکاتو ملي ادارې او درېیو نورو ادارو په تېر کال کې د خپلو فعالیتونو په اړه راپور وړاندې کړ.
د تدارکاتو د ملي ادارې عمومي رییس الهام عمر هوتکي په نننۍ ناسته کې وویل، د تدارکاتو تدارکاتو کمېسیون چې په سر کې یې ولسمشر قرار لري د ۱۳۹۷ کال په جریان کې په ۴۵ اوونیزو ناستو کې د ۱۵۳.۷ میلیارد افغانیو په ارزښت ۷۶۳ پروژې اروزولې دي.
د ده په خبره، په دغو پروژو کې سړکونو، برېښنا بندونو جوړولو، ګازي برېښنا د تولید او خدماتي پروژې شاملې و ۶۸۹ پروژې منظور، ۴۵ رد او ۲۹ پروژې بېرته راګرځول شوې دي.
نوموړي وویل، په تېر مالي کال کې یې د ۱۸ میلیارد افغانیو د ضایع کېدو مخه نیولې ده.
هغه وویل: ((۱۳۹۷ مالي کال د هېواد د تدارکاتو د څار لپاره له لاسته راوړنو ډک و او موږ وکولای شول چې په دغه کال کې د تدارکاتو له سپمول شوو پیسو څخه د امنیتي سرتېرو د شهیدانو کورنیو ته د کوپون د وېش پر پیل سربېره د دغه سپمول شوو پیسو له مدرکونو څخه په ټول هېواد کې له ۲۰۰ څخه د زیاتو پروژو چارې تطبیق کړو.))
هوتکي وویل: ((په ۱۳۹۷ کال کې ۲۱ بېلا بېل قراردادي شرکتونه په تور لېست کې شامل شوي د تدارکاتو د قانون مطابق په داوطلبیو کې له دوو تر پنځو کالو بې برخې شوي دي.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په تېرو څلورو کلونو کې ۱۵۴ قراردادي سرکتونه تر محرومیت لاندې نیول شوي دي.
هغه روښانه کړه، په تدارکاتي بهیر کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره یې د فساد د مخنیوي او روڼوالي د قوي کېدو او د پروژو معلوماتو ته د خلکو د اسانه لاس رسي لپاره د تدارکاتو ملي ادارې برېښنایي او خلاص سیستم رامنځته کړی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن