جلال اباد (پژواک، ۲۱ وری ۹۸): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ اداره (UNOCHA) وايي، د کونړ په چپه دره کې د داعش او طالب وسله والو د خپلمنځي نښتو له امله شاوخوا ۲۳زره کسان بې ځايه شوې او بشري ناورين ته يې زمينه برابره کړې ده.
دغه اداره د هغو ملکي وګړو ژوند ته اندېښمنه ده چې لا هم د جګړو په سيمو کې بند پاتې دي او د وتلو چانس نه لري.
د ملګرو ملتونو د يادې ادارې استازي چې ختيځ ته د بشري وضعيت د ارزونې په موخه راغلي، دا څرګندونې يې د وري په ۲۱مه په جلال اباد ښار کې يو خبري کنفرانس ته د خبرو پر مهال وکړې.
د دې ادارې مشره ایان ريډلي وايي، د کونړ په چپې درې ولسوالۍ کې د طالب او داعش وسله والو ترمنځ روانې جګړې بشري ناورین رامنځته کړی او درویشت زره کسان یی د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي دي.
ده د هغو وګړو ژوند ته اندېښنه وښوده چې لا هم د جګړو په سيمه کې بند پاتې دي او وايي، که ورته د راوتلو زمينه برابره نه شي، بشري ناورين به رامنځته کړي.
ايان ريډلي زياتوي بې ځايه شوې کورنۍ د خوړو، روغتيا او پوهنې په برخو کې مرستو ته اړتیا لري، خو وايي، له نږدې نيمايي کورنيو سره د يو شمېر موسسو په همکارۍ مرستې شوې او پاتې نورو ته به هم زمينه برابره شي.
د کونړ چپې درې ولسوالۍ کې له تېرې نږدې يوې میاشتې راهيسې د دولت د دوو مخالفو وسله والو ډلو طالب او داعش ترمنځ تودې جګړې روانې دي چي د سیمې استوګن د وسله والو ډلو پر ضد د امنیتي ځواکونو د عملیاتو غوښتنه کوي او چارواکو هم د لویو عملیاتو د پيل ژمنې کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن