خوست ښار (پژواک، ۲۲ وری ۹۸): په خوست کې يوه ځوان چې د افغان ملي اردو يو نمونوي ټانک جوړ کړی، وايي که دولت ورته د تخنيکي زده کړو وسايل او نور امکانات برابر کړي، کولی شي دې برخه کې نور ځوانان هم وروزي.
دغه ځوان چې رشيدالله نومېږي، د خوست د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ د حسن زيو کلي اوسېدونکی دی، تېر ۱۳۹۷ لمريز کال د خوست شيخ زايد پوهنتون کې د ژبو او ادبياتو پوهنځي له پښتو څانګې فارغ شوی دی.
هغه له پژواک اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې په خپل نوښت سره يې د افغان ملي اردو دغه کوچنی نمونوي ټانک جوړ کړی، خو که امکانات ورته برابر شي، د تخنيک په برخه کې نور نوښتونه هم کولای شي.
رشيدالله وايي: ((د دغه ټانک باډۍ يې له اهن چادر څخه جوړه کړې، تر څنګ مې په کې درې ډاينموګانې نصب کړې چې يوه شا ته، بله مخکې او يوه د تومانچې د ماشې د راکشولو لپاره او همدا ډول مې په کې درې دانې بېټرۍ لګولې چې دوې د حرکت او يوه د څراغونو روښانولو لپاره ده.))
رشيدالله وويل چې که څه هم تخنيک يې مسلک نه دی، خو له دې برخې سره يې د خپلې ځانګړې علاقې له مخې دغه ټانک او ورسره د ملي اردو د عسکرو يو ټوپک جوړ کړی دی.
ده زياه کړه: ((ما له ډېر کوچنيوالي څخه له نظامي موټرو او وسلې سره ډېره علاقه درلوده او همدا لامل شو چې دغه کار ته مې مخه کړه.))
ده له دې مخکې د خپلې کورنۍ د ګڼو اقتصادي مشکلاتو سره بيا هم يوه نمونوي کوچنۍ چورلکه او همدا ډول د ملي اردو او پوليسو يو نمونوي هاموې ټانګ هم جوړ کړی.
رشيدالله وايي: ((که چېرې زه په دې برخه کې وروزل شم، کولی شم نورو ځوانان هم وروزم او زه غواړم چې په دې برخه کې عملي زده کړې وکړم.))
د هغه په وينا، که دولت ورته وسايل او زمينه برابره کړي، د نظامي برخې په تخنيک کې به ښه نوښتونه رامنځته کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن