ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فساد مخنیوي په موخه د “صفر افغانۍ” په نوم کمپاین پیل شو

د فساد مخنیوي په موخه د “صفر افغانۍ” په نوم کمپاین پیل شو

author avatar
11 Apr 2019 - 15:11
د فساد مخنیوي په موخه د “صفر افغانۍ” په نوم کمپاین پیل شو
author avatar
11 Apr 2019 - 15:11

کابل (پژواک، ۲۲ وری ۹۸): د فساد پر ضد د افغانانو د همغږۍ ادارې په هېواد کې د فساد او رشوت اخيستو د مخنيوي په موخه د افغانانو د هڅولو، پياوړتيا او غښتليا لپاره د "صفر افغانۍ" په نوم کمپاين پيل کړ.

د دې ادارې (افکک) مشر صداقت علي ضياء نن په کابل کې خبريالانو ته وويل: "د صفر افغانۍ کمپاين موخه دا ده چې خلک تقويه کړو او ویې هڅوو څو د فساد خلاف مبارزه وکړي او په دولتي ادارو کې هغه کارمندان چې د خدماتو په مقابل کې رشوت غواړي او مشکلات راپيدا کوي، حل لار پيدا کړو او مخه يې ونيسو."

دی وايي، په هېواد کې فساد اوج ته رسېدلى او ورځې تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی.

هغه زياتوي، د دغه کمپاين له لارې که چېرې په کومه اداره کې له کوم کس څخه رشوت غوښتل کېږي، نو دغه صفر افغانۍ نوټ به بډې اخيستونکي ته ورکول کېږي.

ده زياته کړه: "د دې کمپاين له لارې به له ټولو دولتي ادارو سره اړيکې ونيسو چې موږ داسې يوه برنامه پيل کړې، که چېرې ستاسو په اداره کې فاسد کسان وي، موږ به يې په نښه کړو او تاسو بايد سزا ورکړئ."

د ضياء په وينا، د رضاکارانو له لارې به په لومړي ځل دغه کمپاين په کابل ښار او د ننګرهار د بهسودو، دره نور او سره رود په ولسواليو کې پيل شي او د "صفر افغانۍ نوټ" به کور په کور او کوڅه په کوڅه د موټر په واسطه ووېشي.

هغه زياتوي: "له ۲۰۰۱ زېږديز کال وروسته افغانستان ته ميلياردونه ډالر راغلل، خو دا چې په هېواد کې کوم سيستم نه وو، هغه پيسې چې د ابادۍ لپاره راغلې وې، ضايع شوې او متاسفانه چې په اکثرو ادارو کې رشوت اخيستل عام شو."

د "افکک" د پروګرامونو مسوول احسان الله حکمت وايي، کومې پيسې چې په تېرو ١٨ کلونو کې افغانستان ته راغلې، که د هېواد پر وګړو مو وېشلې وای، نو هر کس ته له ۳۰ تر ۴۰ زره امريکايي ډالره رسېدل.

دی وايي: "له فساد سره د مبارزې په برخه کې د ملي يووالي حکومت څه ناڅه اقدامات کړي، خو لکه څنګه چې اړينه ده، په هغه ډول اقدامات نه دي شوي."

د هغه په وينا، د دغه کمپاين د عامه پوهاوي چارې به د ټولنيزو رسنيو، اعلانونو، بروشرونو او په عامه لارو کې د يوه موټر په وسيله پيل شي او خلک به له فساد سره مبارزې ته وهڅوي.

د ملي تدارکاتو ادارې د تړون ليکونو د څار رياست مشر سيد اجمل شحنه وويل چې د تدارکاتو اداره د فساد د مخنيوي په منظور جوړه شوې او ژمنه ده چې په ټولو تړون ليکونو کې به د هر ډول شته فساد مخه ونيسي.

هغه زياتوي: "د فساد مخنيوي او شفافيت د ټينګښت لپاره مو تردې مهاله ۱۸۳۰ قراردادونه په خپله وېبپاڼه کې نشر کړي، ترڅو يې جزئيات له خلکو سره شريک شي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.