کابل (پژواک، ۲۲ وری ۹۸): نن په کابل کې د بدن ښکلا او فټنس ملي ټېمونو او نړیوالو سیالیو لپاره د غوره لوبغاړو پېژندلو په موخه د بدن ښکلا او فټنس د رسمي سیالیو دوولسم پړاو پیل شو.
د بدن ښکلا او فټنس ملي فدراسیون مرستیال او د بدن ښکلا ملي ټېم ماسټر ټرېنر نورالله شېرزاد وویل، دغه سیالۍ د تېرو کلونو په څېر د بدن ښکلا او فټنس د ملي فدراسیون له مهالوېش سره سم پیل شوې دي.
نوموړي د دې په روښانولو چې په دې سیالیو کې د کابل د څلورو زونونو لوبغاړو ګډون کړی او د روان کال د غويي تر ۱۲مې به دوام وکړي زیاته کړه، د سیالۍ په لومړي پړاو کې د کابل د شمال زون لوبغاړي سیالي کوي.
د شېرزاد د معلوماتو له مخې، په نننیو سیالیو کې د بدن ښکلا برخې د ۱۰ کټګوریو او د فتنس برخې په درېیو کټګوریو کې د کابل د شمال زون له ۳۷ بېلا بېلو کلپونو څخه ۳۱۵ لوبغاړو ګډون درلود.
نوموړی وویل، له هرې کټګورۍ پنځه غوره لوبغاړي د ملي ټېم هغو سیالیو ته چې د زمري په میاشت کې به ترسره شي لار پیدا کوي او په دې سیالیو کې به د یو بل پر وړاندې ولوبېږي.
د شېرزاد په خبره، د کابل پر یادو سیالیو سربېره به دغو دوو ورزشي څانګو کې د ولایتونو په کچه هم سیالۍ ترسره شي څو د هېواد د ملي ټېم سیالیو ته د ولایتونو غوره لوبغاړي هم معرفي شي.
نوموړي د یادو سیالیو موخه د ځوان لوبغاړو هڅول او د بدن ښکلا او فتنس د ملي ټېم او نړیوالو سیالیو کې د غوره څېرو پېژندل او وبلل.
هغه زیاته کړه، په پام کې ده چې د دغو سیالیو یو شمېر غوره لوبغاړي به د افغانستان په استازيتوب په نیپال کې د جنوبي اسیا، په چین کې د اسیا او په جنوبي کوریا کې بدن ښکلا او قفتنس په نړیوالو سیالیو برخه واخلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن