ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ارګ او طالبان: ملا برادر او سلام رحيمي ليدنه نه ده کړې

ارګ او طالبان: ملا برادر او سلام رحيمي ليدنه نه ده کړې

author avatar
11 Apr 2019 - 14:24
ارګ او طالبان: ملا برادر او سلام رحيمي ليدنه نه ده کړې
author avatar
11 Apr 2019 - 14:24

کابل (پژواک، ٢٢ ورى ٩٨): ولسمشرۍ ماڼۍ او وسله والو طالبانو په قطر کې د ملا برادر او سلام رحيمي ترمنځ ليدنه رد کړې ده.

له دې مخکې په ټولنيزو شبکو او ځينو رسنيو کې راپورونه خپاره شول چې ګوا کې د ولسمشر د دفتر رييس سلام رحيمي او د طالبانو د قطر دفتر رييس ملا برادر ترمنځ په دوحه کې ليدنه شوې ده.

د ولسمشر وياند هارون چخانسوري د وري په ٢٢مه له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې په دې اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل.

بلخوا وسله والو طالبانو هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ملا برادر اخند او حکومت د استازي ترمنځ د ليدو اوازې رد کړې دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له خوا رسنيو ته په يوه لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ډول راپورونو سره هڅه کېږي چې د  خلکو ذهنونه مصروف وساتي او د ځان په ګټه تبليغات وکړي.

سرچينې زياته کړې چې ملا برادر اخند نه له سلام رحيمي سره لیدلي او نه يې هم په دې اړه کومه پرېکړه کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.